Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز کې د کابو ۵۰ ملي او نړۍوالو بنسټونو د فعالیتونو بیاپیل

تېرو لسو میاشتو کې کابو ۵۰ ملي او نړۍوالو بنسټونو کندوز کې بېرته فعالیتونه پیل کړي دي.

د کندوز سیمه ییز مسوولین وایي، دغو بنسټونو د مرستې رسونې، روغتیا، پوهنې او یو شمېر نورو برخو کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي چې له امله یې سلګونو تنو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.

د کندوز د اقتصاد رییس دین غلام اسامه وویل:«کابو ۵۰ موسسې په کندوز کې فعالیت لري او په بېلابېلو برخو کې پرژوې لري د روغتیا، ښوونې او روزنې.»

د مسوولینو په وینا، په وروستیو میاشتو کې دغه ولایت کې تر بل هر څه د مرستو پر رسولو تمرکز زیات شوی او د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې کموالی راغلی دی.

ورته مهال د کندوز اوسېدونکي وایي، بشري مرستې د اوږد مهال لپاره بسنه نه کوي او له حکومت او نړۍ‌والو مرستندویه بنسټونو غواړي چې په دغه ولایت کې لویې پروژې پیل او خلکو ته د دوامداره کار زمینه برابره کړي.

د کندوز اوسېدونکی، عبدالستار وايي:«د ځوانانو غوښتنه همدا ده چې بېرته کندوز ته راستانه شي او خپل نابشپړ کارونه بشپړ کړي، په دې کې څو ګټې دي یوه یې دا چې زموږ ځوانانو ته د کار زمینه پیدا کېږي او همدارنګه نابشپړ کارونه بشپړ شي.»

د کندوز بل اوسېدونکی عبدالغفور هم څرګندوي:«افغانستان یو کرنیز هېواد دی او له هر څه برخمن دي، لکه د رب د تولید کارخونه، چې له ایرانه موږ رب تولیدوو او دلته یې راوړو، که چېرې دغه کارخونه دلته جوړه کړو په زرګونه کسان د کار څېښتن کېږي.»

په همدې حال د کندوز ځایي چارواکي هم له هغو بنسټونو چې تر دې وړاندې یې یو شمېر ټولګټې پروژې تر لاس لاندې لرلې، د بېرته پیلېدو غوښتنه یې کوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه