Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د سیکانو پر عبادت ځای د برید په وړاندې غبرګونونه

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د شنبې ورځې برید غندلی دی او د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی دی.

د اهل هنودو په درمسال برید له کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت د روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله  د یاد برید په غندلو سره هغه یې "ترهګریز" بللی دی.               

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي:«له درد او کړاوه د هېواد د ژغورنې لار د افغانستان د ټولو خلکو په یووالي او اتفاق کې ده او د دایمي سولې او ټیکاو د رامنځته کېدو لپاره د ملي بحث پر پېلېدو یوځل بیا ټينګار کوم.»                                  

د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې انار کلي هنریار د دغه برید په غبرګون کې وايي:«افغان هندوان او سیکان د دې خاروې اصلي بچیان دي. یو شمېر هېوادوالو ویلي دي،چې د کابل او ډيلي د نویو اړیکو په پار هندوان او سیکان په نښه کېږي. زه افغانه یم، موږ افغانان یوو، ان بې وېزې او د وېزې په ختمېدو سره په هند کې د اوسېدو اجازه نه لرو، خو بیا هم د هند ټاپه راباندې لګول کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي څرکندوي:«د اهل هنودو پر عبادت‎ځای برید د داعش تبلیغاتي عملیات دي، د اسلام د پیغمبر په وړاندې د هند د حاکم ګوند د غړو له څرګندونو وروسته، او همدارنګه له دې وروسته چې هندوستان غواړي له کابل سره نږدې شي داعش له دې د خپلو سرتېرو د نیولو لپاره استفاده کوي.»

بل خوا د هند د بهرنیو چارو وزارت، پاکستان او په افغانستان کې د یوناما دفتر په هېواد کې د اهل هنودو پرعبادتځای د برید په غندلو سره د دغه راز بریدونو د درېدو غوښتنه کړې ده.                                

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وايي:«موږ وضعیت له هماغه پېله له نږدې څارو او زموږ یوازینۍ اندېښنه د ټولنې د خوندېتوب او سوکالۍ په تړاو ده.»

یوناما هم ویلي:«په افغانستان کې پر ملکي ځایونو بریدونه باید ژر تر ژره ودرول شي. یوناما د سیکانو، هزاره وو او د تصوف د لارویانو په ګډون د لږکیو د خوندیتوب غوښتنه کوي.»

تر اوسه هېڅ کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت پرغاړه نه دی اخیست

د هند د بهرنیو چارو وزارت، پاکستان او په افغانستان کې د یوناما دفتر په هېواد کې د اهل هنودو پرعبادتځای د برید په غندلو سره د دغه راز بریدونو د درېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه