Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل پوهنتون ځينې پوهنځۍ د استادانو له کموالي سره مخ دي

د کابل پوهنتون یو شمېر زده کړیالان وايي، چې یو شمېر پوهنځۍ د استادانو له کموالي سره مخ دي.

خو ځينې نور محصلین په ورځ کې اوو او اتو کرېډېټونو ته د درسي ساعتونو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې دوی په یوه ورځ کې دومره درس د جذب ظرفیت نه لري.
 
زده کړیاله مریم وايي:«د کرېډېټ زیاتوالی لرو، موږ په هره اوونۍ کې درې ورځې راځو لږ تر لږه شپږ تر اتو کرېډېټونو درس وایوو له شپږو کرېډېټونو ښکته نه لرو.» 

بله زده کړیاله فاطمه هم څرګندوي:«شکایت مو وکړ خو بدلون را نه غی، موږ اړې یوو همدا ډول دوام ورکړو، مجبورې یوو چې په ورځ کې شپږ تر اتو کرېډېټونو ووایوو، د سهار له اوو بجو د ماسپيښین تر ۳ بجو.» 
    
د کابل پوهنتون یو شمېر نور محصلان له هغه څه چې د خپلو استادانو کموالی یې بولي، هم شکایت کوي.
 
زده کړیاله فاطمه وايي:«تراوسه زموږ لومړی سمسټر دی، د استاد کموالی نه لرو؛ خو نورې پوهنځۍ د استاد له جدي کمښت سره مخ دي لکه د حقوقو پوهنځۍ.»

د لوړو زده کړو وزارت مسوولان وایي چې د استادانو د کموالي د ستونزې د حل لپاره یې د نویو کادرونو د جذب لپاره خالي بستونه اعلان ته وړاندې کړې دي. خو دوی د درسي کرېډېټونو د زیاتوالي په تړاو وایي چې اوس مهال دا مسله د اروزنې او څېړنې په حال کې ده، چې آیا محصلان په یوه ورځ کې د اوو یا اتو کرېډېټونو د جذب وړتیا لري او کنه؟

د لوړو زده کړو وزارت ویاند خالقداد احمد تقي څرګندوي:«د لوړو زده کړو وزارت د ستونزو د حل لپاره کادري بستونه هم اعلان کړي دي او موږ هڅه کوو که چېرې کومه بله ستونزه هم وي حل یې کړو له خیره.»
   
د کابل پوهنتون د نشراتو آمر رحم الله ندیم هم زیاتوي:«ټولې ستونزې حل شوې دي، موږ هڅه کوو چې د زده کړیالانو لپاره د درس د غوره جذب لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړو.»

د لوړو زده کړو وزارت د مسوولانو په وینا، اوس مهال د ولایتونو ښځينه او نارینه محصلان له لیلیې نه د تېرو کلونو په څېرکار اخلي او د پخوانیو اصولو له مخې د ولایتونو محصلان په درېیم او څلورم کال کې د لیلې مستحق نه ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه