Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د ښځو د حجاب په هکله د نصب شویو لیک دړو پر منځپانګې نیوکې

په کندهار کې د ښځو د حجاب په اړه د نصب شویو لیک دړو (بنرونو) منځپانګې غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په یوه ټويټ کې لیکلي چې، له څارویو سره د ښځو تشبیه کول د یوې ښې حکومتوالۍ لپاره مناسبه نه ده.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نېکلاسن وايي:«له څارویو سره د خلکو تشبه او له دوی سره ورته چلن، غالباً لنډ وي او دا ډول کړنې د یوه مشروع او قانوني حکومت له ځانګړنو نه شي ګڼل کېدای چې د خپلو هېوادوالو د پاملرنې او نړۍ‌وال شهرت په لټه کې دي.»

د کندهار د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې د حجاب اړوند دا ډول لیک دړې لګولي چې د دغې ادارې مسوولین دا حجاب ته د خلکو د بلنې او پوهاوي یوازینۍ لار بولي.

په یوه دغه بینر کې لیکل شوي مسلمانه ښځه د حجاب په نه مراعتولو سره، له نورو حیواناتو سره د مشابهت هڅه کوي، چې د دي ولایت د ځینو اوسېدونکو له غبرګونونو سره مخ شوې.

د کندهار اوسېدونکی نثار احمد عزتمل وايي:«هېڅ ستونزه په زور او وهلو سره نه حل کېږي، خو په نرمښت او ارامۍ سره د وخت له تېرېدو سره ډېرې ستونزې حل کېږي.»

یو شمېر هېوادوال په دې هکله بېلابېل نظرونه لري.

د پروان اوسېدونکی احسان څرګندوي:«د الله شکر دی زموږ ښځې مسلمانې دي؛ داسې نه دي چې چادري په سر نه کړي څارویان دي؛ هغوی مسلمانې دي او حجاب په پام کې نیسي.»

د ارزګان اوسېدونکې مریم وايي:«دغه بنرونه چې په کندهار کې لګول شوي دي دا موږ ته سپکاوی دی. دا نه یوازې زموږ په ولایت او افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې موږ یې شرمولي یوو؛ هغوی به څه ووايي.»

که څه هم په دې اړه د کندهار د امربالمعروف او نهې عن المنکر اداره څه نه وايي خو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي چې د لګول شویو لیک دړو څخه موخه مسلمانو ښځو ته سپکاوی نه دی، بلکې د هغوی د لوړ انساني مقام روښانه کول دي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي:«د دغې جملې موخه دا ده چې انسان د خدای په نزد باندې ځانګړی ځای لري او باید دا ځای وساتل شي او د یوې مسلمانې خور لپاره حجاب عزت او پت دی.»

دا غبرګونونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د کندهار د امربالمعروف ادارې تېره اوونۍ په دغه ولایت کې ټکسي چلوونکو ته خبرداری ورکړی و چې له دې وروسته له محرم پرته ښځې ونه لېږدوي. 

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي چې د لګول شویو لیک دړو څخه موخه مسلمانو ښځو ته سپکاوی نه دی، بلکې د هغوی د لوړ انساني مقام روښانه کول دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه