Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا له لوري د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو د معافیت څېړنه

فارین پالیسي راپور ورکوي چې د امریکا متحده ایالات د اسلامي امارت د مشرانو د سفر معافیت پر غځېدو غور کوي او د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو د نویو بندیزونو د لګولو لپاره د سلامشورې په حال کې دي.

د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ، د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو رفعه شوی بندیز تر یوې بلې ورځې پایته رسېږي. ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د مشرانو د سفرونو په تړاو پرېکړه وکړي.

فارن پالیسي په دې هکله لیکلي:«امریکا د ټرامپ د دورې د معافیت د غځېدو په تړاو چې پر بنسټ یې طالبانو ته د دې اجازه ورکوي چې، نورو هېوادونو ته سفر وکړي پر خبرو لګیا ده. د امریکا د ملي امنیت شورا او د بهرنیو چارو وزارت ځینې چارواکي یې پر دې باور دي چې، دغه بندیز باید بېرته ولګول شي؛ ځکه په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو، د ټول ګډونه حکومت د جوړونې او بشري حقونو ته د درناوي په برخو کې څه پرمختګ نه دی شوی.»

له دې سره سم، د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله پر دې باور ده چې، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت تر بل هر وخته ډېر خراب شوی دی.

نوموړې زیاتوي، د اسلامي امارت د مشرتابه د سفر د معافیت تمدیدول به په دې معنا وي چې، نړۍواله ټولنه د افغان ښځو حقونو ته هېڅ ژمنتیا نه لري.

د بشري حقونو د څاربنسټ مرستیاله هیډر بار زیاتوي:«اوسنی معافیت د دوشنبې په ورځ د جون پر شلمه پایته رسېږي او امنیت شورا په دې اړه د جون پر ۲۳مه یوه غونډه رابولي. موږ له امنیت شورا غواړو چې پر دې معافیت بیا کتنه وکړي او که شونې وي؛ نو د طالبانو د غړو چې د بشري حقونو د جدي نقض پړه دي، پر سفرونو لا ډېر بندیزونه ولګول شي.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، پر کابل د فشار راوړل به مثبته پایله ونه لري او همداراز له کابل سره د نړۍوالې ټولنې پر رسمي تعامل ټينګار لري. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د فشار نسخو په تېرو لسګونو کلونو کې کومه مثبته پایله نه ده لرلې او زه باورمن یم چې نړۍواله ټولنه دغه موضوع درک کړې او غواړي چې ستونزې د تعامل له لارې حل شي.»

د اسلامي امارت د مشرتابه پر غړو د سفرونو تحریم په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په موخه د امریکا د مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوري د لنډ مهال لپاره لرې شو؛ خو اوس پوښتنه دا ده، که چېرې د اسلامي امارت پر مشرتابه دغه بندیز بیا ولګول شي؛ نو پر اوسني وضعیت به یې اغېز څه وي؟

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ څرګندوي:«حکومت باید په لومړي ګام کې د ټول ګډونه او ولسي حکومت لپاره باید یوه کړنلار په پام کې ونیسي او نړۍواله ټولنه هم باید په دې پوهه شي چې د بشري حقونو او بشري ناورین موضوع سیاسي او معامله نه کړي.»

له بل لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بشري حقونو له کمېټې سره په افغانستان کې د ښځو او لږکیو د حقونو د قانون حاکمیت او د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو خبرې کړي او له اروپايي ټولنې یې غوښتي چې، په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو ټولو مسایلو ته په جدي توګه پام وکړي. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، پر کابل د فشار راوړل به مثبته پایله ونه لري او همداراز له کابل سره د نړۍوالې ټولنې پر رسمي تعامل ټينګار لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه