Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو لپاره د عباس ستانکزي غوښتنه

 د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال افغان نجونو او هلکانو ته د زده کړو د زمینې برابرول د اسلامي امارت دنده ګڼي.

شیر محمد عباس ستانکزی وايي، ډېر ژر به د پاتې ښوونځيو دروازې هم د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

هغه وايي:«دا زموږ لپاره لازمه ده چې د دغه هېواد هر وګړي ته که نر وي او که ښځه د زده کړو زمینه برابره کړو، دا د هغوی طبیعي حق دی دا د هغوی اسلامي او شرعي حق دی.»

نوموړی بهر ته له تللو علمي کدرونو غواړي چې، بېرته هېواد ته راستانه شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي:«باید ټولنه داسې جوړه کړو چې د علم په ګاڼه سمبال وي؛ هر څوک حق لري چې د دغه هېواد په ابادۍ، سیاست، بیارغونه، سوداګرۍ او اقتصاد کې په فعاله توګه ونډه واخلي.»

له بل لوري د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې، دغه سازمان به د افغان نجونو له زده کړو ملاتړ وکړي.

د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال کیلي کلیمنټیز وویل:«زه له ډېرو پیغلو او هڅاندو نجونو سره اشنا شوم. ځینې یې د زده کړو لپاره ټولګیو ته تللې. هغوی غوښتل له خپلو ملګرو سره واوسي. هغوی غوښتل چې، په یوه ملاتړیز چاپیریال کې واوسي او دا هغه څه دي چې، موږ یې هم غواړو.»

یو شمېر زده کوونکې وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د ښوونځيو نه پرانېستنې د نجونو زده کوونکو پر روحې منفي اغېز کړی دی.

زده کوونکی یمن وویل:«کله چې موږ وضعیت وینوو چې په داسې ستونزو سره مخ ته ځي، ناهیلې کېږو چې درس ووایوو.»

زده کوونکې بهشته ناصري هم وايي:«له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او دا د دې لامل کېږې چې په هېواد کې د ټولو نجونو روحیه ټیټه شي.»

له دې ټولو سره سره لا هم روښانه نه ده چې، د نجونو متوسطې او لېسې به کله پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه