Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بریټانیا: په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه‌کوو

د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت شارژدافیر د دې هېواد د دولت له لوري په خپره شوې بیانه کې د افغانستان په تړاو نوی دریځ غوره کړی دی.

د افغانستان لپاره د بریتانیې سفارت شارژدافیر چې په دوحه کې دی په‌دې بیانیه کې زیاته کړې، له هغه چا ملاتړ نه‌کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون په لټه کې وي.

په‌دې بیانه کې راغلي: «د بریټانیا دولت د افغانانو په ګډون د هېڅ هغه شخص چې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون او هغو فعالیتونو چې د تاوتریخوالي له لارې سیاسي موخې څاري، ملاتړ نه‌کوي او دې ته اجازه نه ورکوي چې د بریټانیا خاوره د دې ډول فعالیتونو لپاره وکارول شي. د سولې او سوکالۍ د ټینګښت لپاره افغان ولس ته د بشري مرستو د رسولو او د امنیت په تړاو اندېښنو ته د رسېدنې لپاره د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره له عملي تعامل پرته بله لاره نه‌شته.»

په دې بیانیه کې همداراز راغلي چې تاوتریخوالی د افغانستان او نړیوالې ټولنې په ګټه نه‌دی او بریټانیا هر ډول ترهګریز برید غندي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «دا په‌دې معنی نه‌ده چې څوک له طالبانو سره د نظر اختلاف و ‌نه‌لري او دا په‌دې معنی نه‌دی چې بریټانیا په کابل کې حکومت په رسمیت پېژني.»

له دې سره سم، اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د بریټانیا دغه دریځ ستايي. د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د ثبات دوام د سیمې او نړۍ په ګټه ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «زه د بریټانیا دریځ تاییدوم، هر څوک چې د تاوتریخوالي او پوځي لارې هڅه کوي، ملاتړ دې یې و نه‌شي. موږ له ټولو هېوادونو غواړو له هغو کسانو چې په افغانستان کې شومې موخې لري او ناامنۍ ته لمن وهي او یا وسلې ته لاس ور وړي، له هغوی سره هېڅ ډول تعامل و نه‌کړي او تحریم یې کړي.»

دغه څرګندونې داسې مهار راپورته کېږي چې تر اوسه هېڅ هېواد د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه