Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند د تړون له مخې د ایران حق‌ابې په اړه د کابل–تهران هوکړه

کابل او تهران د هلمند د تړون له مخې د ایران حقابې په اړه هوکړې ته رسېدلي. د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، اسلامي امارت ژمنه کړې چې د هلمند اوبو د تړون له مخې د ایران حقابه ورکړي.

د هلمند اوبو د کمېسارانو په پنځه ویشتمه غونډه کې کابل او تهران منلې ده چې روان لمریز کال د اوبو له پلوه غیر نورمال کال و او افغانستان به د هلمند اوبو د تړون له مخې د ایران حقابه ورکوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت له پولو د اخوا اوبو رییس وایي، دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د هلمند اوبو د تړون له مخې د حقابې د ورکړې لپاره ګډ تاسیسات او د اوبو د اندازه ګیرۍ سټېشنونه جوړ کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت له پولې د اخوا اوبو رییس برکت الله اریوبي وايي: «د دواړو خواوو ټینګار پر دې و چې هر څه ژر تړون پلی شي، سل په سله پلي کېدو چې د دواړو خواوو په ګټه دی او اوس چې موږ د تړون په عملي کولو کې ستره ستونزه لرو، د درې ټکو نه‌شتون دی چې دا درې ټکي هغه سیمې دي چې ایران ته یې حقابه ورکول کېږي.»

همداراز، د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، ډېر ژر به د کمال خان بند د جوړېدو کار بشپړ شي. دا بند د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره پر هلمند سیند جوړ شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت له پولې د اخوا اوبو رییس برکت الله اریوبي وايي: «د اوبو او انرژۍ وزارت جدي اراده لري چې د کمال خان بند کارونه بشپړ کړي، څو په بشپړېدو سره یې تر بند لاندې سیمو کې د خلکو ستونزې حل شي.»

د افغانستان د اوبو رسونې پخوانی رییس حمیدالله یلاني وايي: «د نورو اوبه‌ییزو بنسټونو په څېر د کمال خان بند هم په‌دې شرط چې نور تاسیسات یې بشپړې شي، کولای شي په اړوند سیمه کې د کرنې او اوبولګونو پر وضعیت او د اوبو په مدیریت مثبته تاثیر ولري.»

بل پلو د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ خونه په‌دې باور ده چې د افغانستان له ډېری ځمکو د اوبو د کموالي له امله کار نه اخېستل کېږي او حکومت باید د هېواد اوبه مدیریت کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې رییس میرویس حاجي‌زاده وايي: «د برښنا پر بندونو باید تمرکز ډېر شي، څو زموږ للمي ځمکې ابي شي او دافغانستان خپل تولید استفاده شي چې په‌دې سره د کار موندنه پیدا کېږي او تر څنګ یې د غلې کموالی چې موږ ورسره مخامخ یوو، خپل کموالی بشپړ کړو.»

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند اوبو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې افغانستان د اوبو له اړخه په نورمال کال کې په بثانیه ایران ته ۲۶ مټر مکعبه اوبه ورکوي.

ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، ډېر ژر به د کمال خان بند د جوړېدو کار بشپړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه