Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان: په بادغیس کې رسنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

په باغیس ولایت کې یو شمېر انځوریزې او غږیزې رسنۍ له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي. د دې رسنیو مسوولان ګواښ کوي، که ستونزو ته یې رسېدنه ونه‌شي، له ناڅرګنده راتلونکي سره به مخ شي.

د عبور خصوصي ټلوېزیون مسوول محمد نعیم ناظم وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې یو لړ اسانتیاوې راته برابرې کړي، څو رسنۍ ښه کار او فعالیت وکړي.»

د حنظله راډیو مسوول مدیر وزیر احمد انوري وايي: «د رسنیو برښنا برخه کې دې یو تخفیف ورکړي یا دا چې د رسنیو سوداګریزه برښنا دې هستوګنیزې برښتا ته واړوي.»

په همدې لړ کې د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه وایي، د وروستیو تحولاتو په راتلو سره څلوېښت سلنه رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوي چې ورسره جوخت اتیا سلنه ښځینه او شپېته سلنه نارینه خبریالان هم بې‌کاره شوي دي.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې مسوول حجت الله مجددي وايي: «موږ څلوېښت سلنه رسنۍ له لاسه ورکړي او شپېته سلنه نارینه او اتیا ښځینه چې په ټوله کې د رسنیو شپږ زره کارکوونکی کېږي، خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.»

ورته مهال د بادغېس د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، سرپرست حکومت به د سیمه‌ییزو رسنیو د ملاتړ په برخه کې هېڅ راز هلې ځلې و نه سپموي.

د بادغېس د اطلاعاتو او کلتور رییس باز محمد سروري وايي: «زموږ په ولایت کې له یو شمېر رسنیو سره همکاري نه‌ده شوې. له اقتصادي اړخه د اسلامي امارت مشران پلان لري چې دوی ته زمینه برابره او همکاري ورسره وکړي.»

په بادغیس کې دا مهال شپږ انځوریزې او غږیزې رسنۍ فعالیت کوي چې د مسوولانو وینا که اقتصادي ستونزو ته یې رسېدنه ونه‌شي، له ناڅرګند برخلیک سره به مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه