د افغانستان په اړه د اوسلو غونډه د سې شنبې په ورځ د ناروې په پلازمېنه کې د سیمې او افغانستان د یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون پیل شوه.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې ناسته کې به د نړۍ پر اوسنيو ستونزو سربېره د افغانستان پر روان وضعیت په ځانګړي توګه پر سیاسي او بشري حقونو هم خبرې وشي.
خو د افغانستان کړکېچ د دغې غونډې محوري موضوع ویل شوې ده.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې غونډه کې کارپوهانو او د افغانستان د سولې بهیر لوبغاړو هم ګډون کړی دی.
د اوسلو غونډې د اعلامیې یوه برخه کې راغلي دي:«د اوسلو د سږنۍ مجمع د بحث وړ مسایل به د منځي ختېځ، اوکرایین، افغانستان، یمن، ونزویلا، ایتوپي او نورو سیمو وروستي بدلونونه وي. د غونډې ګډنوال به د بېلابېلو سیمو په هکله خپلې تجربې او موندنې شریکې کړي.»
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران او د مخکیني حکومت ځينې سیاستوال او علمي کادرونه حضور ولري، تر اوسه څرګنده نه ده، چې د افغانستان په هکله به د دې غونډې پایله څه وي؟
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وویل:«دا د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ستونزو په هکله یوه عمومي غونډه ده، د دغې غونډه یوه برخه پر افغانستان ده او فکر نه کوم چې د دغې غونډې د پرېکړه لیک غږ دې ارګ ته ورسېږي.»
په دې لړ کې کابل وایي، چې تر اوسه د دې غونډې له جوړېدو اطلاع نه لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اسلامي امارت تراوسه په جریان کې نه دی؛ هغه وخت چې د دغې غونډې پایله معلومه شي، خپله تبصره به ولري.»
دا په داسې حال کې ده، چې ناروې تېر ژمی د افغانستان په تړاو یوې غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی اوسلو ته وربللی و.
په دې اړه مو اندونه