د یوه ترکي خیریه بنسټ مسوولان وايي، له افغانستان سره د کرنې او بنسټیزو پروژو په برخه کې مرسته کوي.
د "ایاېچاېچ" بنسټ مشر وايي، په پام کې لري چې د بېلابېلو ولایتونو د کرنې، د جوماتونو، ښوونځیو او دارالایتامنو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د "ایاېچاېچ" بنسټ مشر مجاهد کلیچ وايي: «موږ افغانستان مطالعه کړی دی او پوهېږو چې د افغانستان د اقتصاد ۸۵ سلنه برخه پر کرنې ولاړه ده. له همدې امله د کرنې په برخه کې مو مرسته کړې او په څه باندې شلو ولایتونو کې مو له ۲۵۰ ټنو ډېر غنم وېشلي دي.»
اخوا یو شمېر بېوزله خلک چې بشري مرستو ته اړتیا لري د مرستندویه ادارو مرستې بسندویه نه بولي او د لا زیاتو مرستو غوښتونکي دي او غوښتنه کوي چې دا مرستې دې په رڼه توګه ووېشل شي، څو واقعي اړمنو کسانو ته ورسېږي.
یو اړمن پهدې اړه وايي: «دا لومړی ځل دی چې موږ ته مرسته راسېږي؛ مېړه مې معیوب دی، زه خپله یو ځای کې کالي مینځم، صفاکاري کوم، بچیان مې پلاستیکونه پلوري او زامن مې کراچۍ چلوي.»
یو بل امن قیس وايي: «دا موږ ته بسنه نهکوي، ځکه شرایط ښه نهدي، نه یوازې زما؛ بلکې د ټولو افغانانو اقتصادي وضعیت ناوړه دی.»
ورته مهال د اقتصاد وزارت مرستیال د بشري مرستو د وېش د څرنګوالي لپاره د تګلارې د جوړېدو خبره کوي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «دوی دې هم اقتصاد وزارت ته روڼ راپور وړاندې کړي او هم په ولایتو کې سیمهییز مسوولان دې هم دا کار وکړي، دوی د راپور وړاندې کولو تر څنګ د څارنې مسوولیت هم پر غاړه لري.»
د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې اوسمهال ۲۴ مېلیونه افغانان خوراکي خوندیتوب نهلري او ۹۷ سلنه نور له بېوزلۍ سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه