Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیکا کې روغتیايي مسوولان: د ټپيانو په لېږد کې له ننګونو سره مخ یوو

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د مرګونې زلزلې ټپيان د دغو ولایتونو سیمه ییزو او مرکزي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغې پېښې ټپیانو دومره زیات دي چې په لېږدولو کې یې له ننګونو سره مخ شوي دي. د دغه ریاست په وینا دوی د ټپيانو د لېږدولو لپاره لازیاتو چورلکو ته اړتیا لري.

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکتر حکمت الله وايي:«تراوسه ټول کلي ویجاړ شوي دي او دا معلومه نه ده چې د هغوی په منځ کې څومره ټپيان دي او څومره شهیدان شوي دي.»

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس زیاتوي چې ښایي د مړو او ټپيانو شمېر زیات شي ځکه لا هم ټول کسان له خاورو څخه نه دي ایستل شوي. خو د ژغورنې ډلې هڅه کوي له زیانمنو سره مرسته وکړي او تر خاورو لاندې راګیر کسان راوباسي.

ځايي چارواکي وايي چې مرستندویه ډلې هڅه کوي چې له زیانمنو سره مرسته وکړي او ګیرپاتې د دېوالونو او چتونو له لاندې راوباسي.
 
د پکتیکا د عامې روغتیا رییس څرګندوي:«دا ډېرې لېرې پرتې ولسوالۍ دي او سړکونه یې خام دي، کله چې زموږ روغتیايي ډلې ځي کابو درې تر شپږو ساعتونو وخت نیسي او له ستونزو سره مخامخ کېږي، بله دا چې چورلکې ته اړتیا لرو چې ټپيان ژر ولېږدوي.»

بلخوا د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړي وایي چې د خرابو لارو له امله یې په سختۍ سره خپل ټپیان دې ځای ته رسولي دي.

د پکتیکا یو تن اوسېدونکی وايي:«دومره ستونزې دي چې خپله ټوله کورنۍ مو له لاسه ورکړې ده، خلک بې وزله دي، سړک خراب دی، په هر کور کې درې تر پنځو تنو مړه شوي دي.»

له بل خوا، په دغه زلزله کې د خوست د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې ولایت کې د پېښې ډېری ټپیان ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وايي:«هغه کسان چې په دغې زلزله کې پټيان شوي وو، ډېر په بیړه روغتون ته لېږدول شوي دي، بله دا چې اسلامي امارت د یوې چورلکې په واسطه له مرکزه هم مرسته استول شوې ده.»

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ټپیانو کورنۍ د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې د ښې درملنې لپاره یې ټپیان مرکز ته ولېږدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه