د هېواد په سوېل ختیځ کې زلزله له نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده. د نړۍ د کاټولیکونو مشر، انګین هویټفېلډ، د ناورې د بهرنیو چارو، د پاکستان لومړي وزیرشهباز شریف د دغې پېښې په هکله همدردي ښودلې ده.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي:«په افغانستان کې پر زلزلې چې بې ګناه کسان پکې ووژل شول، خواشینی یم، اړوند چارواکي په اړین وخت کې د افغانستان د ملاتړ هڅه کوي.»
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس هم ویلي:«په تېرو څو ساعتونو کې په افغانستان کې زلزلې خورا ډېر زیانونه اړولې دي. هیله من یم چې د ټولو په مرسته وکړای شو د افغانستان د ګرانو خلکو غم کم کړو.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یو لړ ټوېټونو کې ویلي دي چې له ملګرو ملتونو او نورو همکارو بنسټونو یې غوښتي دي چې پېښو ته د رسېدنې له اوسنيو چارواکو سره د زلزله ځپلو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مرسته وکړي.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف څرګندوي:«اوچا او یوناما په افغانستان کې د تېرې شپې د هغې زلزلې د زیانونو د ارزولو په حال کې دي،چې له امله یې سلګونه تنه مړه شوي دي.»
په افغانستان کې د یونېسف مطبوعاتي مسوول سم مورت هم وايي:«پر نورو ستونزو سربېره ورانوونکې زلزلې سلګونه تنه مړه کړي دي. هغو کسانو ته چې د خپلو خپلوانو د مړینې د ویر پر ټغر ناست دي، تسلیت وایو. یونېسف له اړمنو کسانو ملاتړ کوي.»
د پاکستان پخواني لومړي وزیر هم ویلي دي،چې د خیبر پښتونخوا له حکومت نه یې غوښتي دي،چې زلزله ځپلو ته طبي مرستې برابرې کړي.
د رپوټونو له مخې، د ریکټر په کچه د ۶.۱ درجې زلزلې له امله تر زرو زیات کسان مړه شي او تر ۱۵۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. خو لاهم د دې زلزلې د قربانیانو د زیاتېدو احتمال شته.
په دې اړه مو اندونه