Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیکا او خوست زلزلې ټپیان د غزني او کابل روغتونونو ته لېږدول شوي

د پکتیکا او خوست مرګونې زلزلې ټپیان د درملنې په موخه د غزني او کابل روغتونو ته لېږدول شوي. د دغو ټپیانو خپلوان وایي، د پکتیکا او خوست سیمه‌ییزو روغتونونو د ټپیانو د درملنې ظرفیت نه درلوده او له همدې امله اړ شوي چې خپل ټپیان د کابل په ګډون څېرمه ولایتونو ته ولېږدوي.

تر اوسه د دې زلزلې له امله د څه باندې ۱۶۰۰ تنه ټپیانو د خبر پخلی شوی دی.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکی جهانګیر وايي: «لومړی ټکان دومره زورور و چې خلکو ان د وتلو فرصت هم پیدا نه‌کړ، کوم کورونه چې ویجاړ شوي، خلک ترې نه‌شي راوتلی.»

د پکتیکا یو بل اوسېدونکی عبدالله وايي: «تلفات ډېر دي، ډېر کسان شهیدان شوي؛ ځینې لا هم بهر نه‌دي راویستل شوي، ګڼ کسان ټپیان شوي هم دي، تر اوسه پورې د خلکو د راویستلو او د ټپیانو د لېږدولو لړۍ روانه ده.»

د دې زړه بوږنوونکې پېښې یو شمېر ټپیان خپل د سترګو لېدلی حال داسې بیانوي.

د پکتیکا ولایت د زلزلې ټپي ودي خان وايي: «کورونه مو په بشپړ ډول له منځه تللي، مور مې، ښځه مې او دوه ماشومان مې شهیدان شوي، ورور مې په کابل او زه د غزني په روغتون کې بستر یم.»

د پکتیکا د زلزلې ټپي شوې بختانه وايي: «زه ټپي یم، ورور مې، د کاکا زوی مې او مور مې شهیدان شوي.»

دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي، څو د دې ولایت له اوسېدونکو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

بل‌خوا د غزني سیمه‌ییز روغتون مسوولان وایي، کوم ټپیان چې دې روغتون ته راوړل شوي، تر جدي درملنه لاندې دي. د دوی په خبره، د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

غزني حوزوي روغتون رییس عجب خان حمیدي وايي: «له لومړنیو مرستو وروسته دوی جراحي او اورتوپیډي ته اړتیا درلوده، بیا د غزني حوزوي روغتون ته ولېږدول شول. عملیاتونه پرون وشول، اوس یې حالت د ډاډ وړ دی.»

په همدې حال کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزرات وایي، ښایي د ټپیان شمېر تر دې هم زیات شي. دا مهال مرستندویه بنسټونه تر خاورو لاندې د پاتې کسانو د ژغورلو هڅې کوي.

بل‌خوا د غزني سیمه‌ییز روغتون مسوولان وایي، کوم ټپیان چې دې روغتون ته راوړل شوي، تر جدي درملنه لاندې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه