Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بشر حقونو، محدودیتونو او زلزلې په اړه بحث کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنج‌شنبې (چنګاښ دویمه) په ورځ په افغانستان کې د بشر حقونو د وضعیت، محدویتونو په لګولو او په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې په اړه بحث کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې پر نړۍ غږ وکړ چې په افغانستان کې د ورستۍ زلزلې له قربانیانو سره بېړنۍ بشري مرستې ډېرې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یوناما) دفتر وايي، له یوه مرستندویه ټیم سره به د پېښې ځای ته لاړ شي او له نجونو او ښځو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست رامز الاکبروف وايي: «تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو به زه خپله د پېښې ځای ته لاړ شم او هلته به له زلزله ځپلو او متضررینو سره وګورم. په لومړي سر کې به زه له مرستندویه ډلو سره وګورم؛ څو په یادو سیمو کې له نجونو او ښځو سره ډېرې مرستې وکړي.»

د امریکا، بریټانیا، چین، فرانسې او هند په ګډون د ۱۱ هېوادونو استازو د افغانستان په سویل ختیځ کې د زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه د بېړنیو بشري مرستو پر زیاتوالي ټینګار وکړي.

له دې سره سم، د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي، لا هم په افغانستان کې څه باندې ۲۵ مېلیونه خلک له ولږې سره مخ دي.

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین گریفیټ وايي: «په دې هېواد کې د خپلو کورونو د پرېښودو تر ټولو مهم لامل بې‌وزلي ده او همداراز نغدو پیسو ته د نه لاسرسي له امله روغتیايي خدماتو ته هم لاسرسی نه‌لري. نن د افغانستان د خلکو عواید یوازې خوراکي توکو ته بسیا نه‌کوي.»

د دې غونډې ګډونوالو له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو ته خوراکي توکي او همداراز روغتیايي خدمات ورسوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال سټفان دوجاریک وايي: «زموږ د بشري حقونو د څانګې همکاران اوس‌مهال هم د بشري مرستو د همغږي کولو لپاره په پکتیکا او خوست کې حضور لري او همداراز پکتیا او غزني ته هم زموږ همکاران رسېدلي؛ څو کېدونکې بشري مرستې همغږې کړي.»

سره له دې چې د پکتیکا او خوست په زلزله کې د مړو شمېر څه باندې زر او د ټپیانو شمېر نږدې دوه زره ښودل شوی، خو ملګري ملتونه وايي، په‌دې پېښه کې ۸۰۰ کسان مړه شوي او ۱۴۰۰ نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه