Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پکتیکا ولایت د زلزلې ځینې ټپیان د درمنلې لپاره خوست ته لېږدول شوي

د پکتیکا ولایت په وروستۍ زلزله کې یو شمېر ټپیان شوي د درملنې په موخه خوست ولایت ته وړل شوي. سیارو روغتیايي ډلو د خوست په هوایي ډګر کې د دغو ټپیانو درملنه پیل کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني چې د دې ټپیانو د لېدو په موخه خوست ولایت ته تللی، وايي، د اسلامي امارت مشر لارښوونه کړې چې د دې مرګونې پېښې قربانیانو ته د خدماتو په رسولو کې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي: «مکمله شپه د خېمې او د نورو البسه او خوراکي موادو او دواوو اکمالات مو ورته شروع کړل، دا کومې چورلکې چې تاسو وینئ، دا مو له کابل نه ورپسې راوغوښتلې. له کندهار نه نن سهار امیر المومنین خپل ټیم راولېږه او اوس لاړل ساحې ته.»

بل‌خوا، د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د دې ولایت په ملکي هوایي ډګر کې یې یو سیار روغتیتایي مرکز پرانیستی او د ګاونډي هېواد پاکستان یوه روغتايي ډله هم ورسره مرسته کوي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالرحمن زاهد وايي: «له ګاونډي هېواد پاکستانه یو ټیم هم راغلی دی، د زخمیانو درملنه هم دلته کېږي، د هغه زخمیان چې دلته درملنه نه‌کېږي، هغوی موږ د خوست ولایتي روغتون ته انتقالوو.»

د پکتیکا ځینې اوسېدونکي چې د خپلو کورنیو غړي یې د درملنې لپاره خوست ته وړي، له اسلامي امارت او نورو مرستندیه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د پکتیکا اوسیدونکي عبدالله نور وايي: «موږ غوښتنه کوو چې موږ سره مرسته وشي او موږ ته کومکونه راورسېږي.»

د پکتیکا اوسیدونکي قابل وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره مرسته وشي، زموږ ټول کورونه ویجاړ شوي دي، ټکانونه شروع شوي، لا هم تم شوي‌ نه‌دي.»

د خوست سیمه‌‌ییز چارواکي وایي، په زلزله کې د زیانمنو شوو کورنیو لپار نن (جمعه) ورځ د عربي متحده اماراتو، ایران او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مرستې هم دې دې ولایت ته رسېدلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه