Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ویجاړونکې زلزله؛ مسوولان: څه باندې درې زره کورونه نړېدلي دي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د هېواد سویل ختیځ کې د وروستۍ زلزله له کبله څه باندې ۳۰۰۰ کورونه نړېدلي دي.

د دې وزارت د مرستیال په خبره، د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او ښايي هره شېبه د مرګ ژوبلې شمېر زیاته شي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال غلام غوث ناصري وايي: «له درې زرو ډېر کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجا شوي، د خلکو ټغرونه او څېزونه هم له منځه تللي، لسګونه څاروي هم تلف شوي دي؛ نو ویلای شو چې خلکو ته په مېلیونونو ډالرو زیان اوښتی دی.»

په شوې زلزله کې له مرګ ژوبلې سربېره د پکتیکا د ګیان، برمل، زیړوک او نیکه او د خوست د سپېرې ولسوالیو اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې مسوول شمس  الدین حقیار وايي: «د زلزلې په حالاتو کې دا خلک ډېر زیات زیانمن شوي. موږ له ټولو اسلامي او نړیوالو هېوادونو غوښتنه کوو چې زموږ د افغانستان له زورېدلي ولس سره مرسته وکړي.»

ورته مهال د خوست او پکتیکا ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي له کورنیو او بهرنیو مرستندویه ادارو د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

د پکتیکا اوسېدونکی وايي: «د قبرونو کېدلو لپاره د نورو ولسوالیو خلک دلته راغلي له موږ مرسته کوي. د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ډېرو خلکو ته سخته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.»

د پکتیکا یو بل اوسېدونکی وايي: «شاوخوا ۱۵ سوه یا ۱۶ سوه کورونه ویجاړ شوي دي، ځینې خو بېخي پرېوتلي دي او ځینې نور بیا داسي دي چې ټکاونه یې خوړلي او چاودې لري. دا ولسوالۍ ډیره تخریب شوې ده.»

داسې لېدل کېږي چې یو شمېر کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو زلزله ځپلو ته مرستې رسولي، خو سیمه‌ییز مسوولان دا مرستې بسیا نه بولي او د زیاتېدو غوښتنه یې لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه