Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلې احتمالي زلزلې په تړاو د ګیان ولسوالۍ د اوسېدونکو وېره

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې ډېری کورنۍ د بلې احتمالي زلزلې د وېرې له امله خپل کورونه پرېښي دي.

ځينې دغه کورنۍ تر کېږدیو لاندې ژوند کوي او ځينې بیا د شپې او ورځې د تېرولو لپاره هېڅ سرپناه نه لري.
 
په ګیان ولسوالۍ کې غمیزه خورا لویه ده. په دې ولسوالۍ کې ډېری کورونه په بشپړ ډول ړنګ شوي او یا یې هم یوه برخه ورانه شوې ده.

زیانمن شوی انور وايي:«د یوې کورنۍ پنځه تنه غړي وژل شوي دي او دوه تنه یې پټيان شوي دي. د بلې ۱۲ تنه شهیدان شوي او په دا هغې خوا کور کې هم شپږ تنه شهیدان شوي دي.»

ورته مهال د پکتیکا د وروستۍ زلزلې زیانمن په دغه ولایت کې د مرستو وېش ناعادلانه ګڼي.

دوی وایي، چې تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې او مجبور دي چې په سړه هوا کې له هر ډول امکاناتو پرته شپې او ورځې تېرې کړی.
 
د پکتیکا یو تن اوسېدونکی وايي:«دا زما کور دی، د کورنۍ پنځه تنه غړي مې شهیدان شوي، پلار مې، مېرمن مې، دوه لوڼې مې او یو ورور مې شهیدان شوي دي.»

نیازمدد یو له هغو بې ځایه شویو دي چې په دې پېښه کې یې دوه زامن مړه شوي او دی په خپله، مېرمن او دغه راز مور یې ټپیان شوي او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

زیانمن شوی نیاز مدد څرګندوي:«ځينو ته مرسته رسېدلې او ځينو ته نه ده رسېدلې. ما په خپله یوه روپۍ هم نه ده ترلاسه کړې او نه چا موږ ته راکړې ده.»

شمېرې ښيي چې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې درې زره کورونه وران شوي او سلګونه نور کورونه زیانمن شوي دی. لا هم د دغو دوو ولسوالیو په ټولو سیمو کې د احتمالي زلزلې وېره خوره ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه