ځينې کسان چې په مرګونې زلزله کې یې هر څه له لاسه ورکړي دي، وايي چې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
هغوی په خراب وضعیت کې ژوند کوي او د بیړنۍ مرستې او رسېدنې غوښتونکي دي.
له زلزلې روغه وتلې بختا جان وايي:«د کورنۍ څلور غړي مې شهیدان شوي او درې تنه نور یې ټپيان دي؛ نه څه خوړلو ته لرو او نه هم ځای لرو چې له باران لېرې وي؛ ټول کسان بیرون ناست دي.»
بل خوا دغه ولایت ته تللي حکومتي چارواکي له زیانمنو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي:«نوي سلنه کورونه ویجاړ شوي دي؛ ځينې کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.»
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وویل:«حکومتي ادارې چې مرستندوی دي لارښونه شوې ده چې په وخت ځانونه سیمې ته ورسوي او په واک کې لرونکي امکانات استفاده کړي.»
د خوست او پکتیکا د ځایي چارواکو په وینا، د پکتیکا په ګیان، برمل او زېړوک ولسوالیو او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله تر زرو زیات کسان مړه شوي او زرګونه تنه نور ټپیان او بې سرپناه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه