Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسدالله هارون له خلاصون او کابل ته له راتګه د اسلامي امارت هرکلی

اسدالله هارون چې له ګونټانامو له زندانه ازاد شوی دی ویلي دي چې امریکا له اسنادو او شواهدو پرته هغه نیولی و، او په بند کې امریکايي ځواکونو هم ورسره مناسب چلن نه درلود.

اسدالله هارون چې ۱۶ کاله یې په زندان کې تېر کړي دي، د شنبې په ورځ کابل ته راورسېد او د کابل په هوايي ډګر کې د اسلامي امارت چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو.

د اسلامي امارت دغه غړی په بند کې د امریکايي ځواکونو پر ناوړه چلن هم نیوکه کوي.

ښاغلی هارون زیاتوي:«زما پر ضد یې هېڅ ثبوت نه درلود، امریکایانو یوه ورځ یو تور پورې کاوه او بله ورځ بل تور پورې کاوه، هغوی یوازې وخت ضایع کاوه.»

له دې سره هم مهاله اسلامي امارت اعلان کړی دی چې اسدالله هارون له امریکا سره د سرپرست حکومت د تعامل په پایله کې ازاد شوی دی.

خو دا چې د څه ډول تعامل په پایله کې؟ جزیات یې نه دي وړاندي شوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«هغه تعامل مو چې له امریکا سره درلود، ښه پرمختګ په کې رامنځته شو او د هغه د ازادېدو لامل شو. خو هیله لرو چې نور پرمختګونه هم رامنځته شي او یو بل ورور چې په ګونټانامو کې دی هم ازاد شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې هکله څرګنده کړه:«اسلامي امارت خلکو ته وايي، هر مظلوم افغان چې په هر هېواد کې وي، که چېرې بندي وي، که چېرې ستونزه او تکلیف ولري، رسېدنه ورته کوو.»

اسدالله هارون په ۲۰۰۷ کال کې په ننګرهار کې ونیول شو او د ګوانټانامو بند ته ولېږدول شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه