Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: له نړۍوالې ټولنې سره په رسمي توګه تعامل روان دی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان مقتي وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره له نړۍ سره د کابل اړیکې ځواکمنې کېږي او ټاکل شوې ده چې ځينې هېوادونه افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته فعال کړي.

ښاغلي متقي وویل:«له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې لرو او ورځ په ورځ زموږ اړیکې ځواکمنې کېږي او هیله من یوو چې په راتلوونکي کې نورې ښې لاسته راوړنې هم ولرو.»

د امیرخان متقي په وینا، کابل له نړۍ سره ښې ډيپلوماټيکې اړیکې غواړي او همدې مسلې ته په کتو ټاکل شوې یو شمېر هېوادونه په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې خپل سفارتونه بیا فعال کړي.

سرپرست وزیر زیاته کړه:«له نړۍ سره په رسمي توګه تعاملات روان دي او دا چې تراوسه چا د رسمیت پېژندلو اعلان نه دی کړی، دا یوه جلا موضوع ده، خو پرمختګ لرو، ښې اړیکې لرو، په څو هېوادونو کې سفارت پرانیستی دی او په کابل کې د نورو هېوادونو سفارتونه هم پرانیستي دي او پاتې نور به هم پرانیستل شي.»

په دې منځ کې د نړۍوالو چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي چې، نړۍ د خپلو ګټو پر بنسټ له کابل سره تعامل کوي.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه جاوېد سنګدل وايي:«د دې لپاره چې افغانستان بیا له نړۍ سره وصل شي او په رسمي توګه کار وکړي؛ نړۍواله ټولنه او ځواکمن هېوادونه له طالبانو وغوښتل چې باید یو قانوني حکومت رامنځته کړي او د حکومتوالۍ او د افغانستان د راتلونکي حکومت پروګرامونه روښانه کړي.»

د سیاسي چارو شنوونکي طارق فرهادي هم وویل:«ګاونډي هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې یو کونسلي، سوداګریز او حتا استخباراتي حضور ولري. خو دا د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.»

واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو د څه باندې لسو میاشتو په تېرېدو سره لا تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه