Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مرګونې زلزلې د ځينو کورنیو ټول غړي مړه کړي

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې، داسې کورنۍ هم شته چې د خپل ټول غړي یې په وروستۍ مرګونې زلزله کې له لاسه ورکړي دي.

په دې منځ کې یو ۳۴ کلن سړی وايي چې د هغې شپې پر سبا یې له کابله د پکتیکا په لور حرکت وکړ، خو په پکتیا کې خبر شو چې زلزلې یې ټوله کورنۍ له منځه وړې او سخت ټکان یې وخوړ.

میرګل وايي چې لا هم نه شي کولای باور وکړي چې نور یې د کورنۍ هېڅ غړی ژوندی نه دی.

دی وايي، چې د یوې خور په ګډون یې د کورنۍ شپږ غړو په یوه کور کې ژوند کاوه چې د زلزلې له امله چت پرې راپرېوت او د کورنۍ ټول غړي یې مړه شول.

میرګل وايي:«کور ته مې زنګ وواهه، زنګ یې تېر نه کړ. حرکت مې وکړ او راغلم، کله چې دلته راورسېدم ومې لیدل چې شپږ تنه دلته له منځه تللي دي، فکر مې نه کاوه چې داسې څه شوي وي.»

د زلزلې له امله په پاتې کسانو کې داسې کسان هم شته چې، د کورنۍ ۱۸ غړي یې مړه شوي دي.

۲۸ کلن حنظله طلوع نیوز ته وايي:«اتلس تنه شهیدان شول، د هغوی په منځ کې زما مېرمن، ماشومان مې هم وو، ورور مې له خپلې کورنۍ سره، بل ورور مې هم و، ټول شهیدان شول.» 

وروستي معلومات د دې ښکارندويي کوي چې، په دې زلزله کې یوازې په ګیان ولسوالۍ کې څه باندې ۳۰۰ کسان او په برمل ولسوالۍ کې څه باندې ۱۷۰ کسان مړه شوي دي.

خو اوس له زلزلې د پاتې کسانو اصلي ننګونه تنګسیا او بې وسي ده. د دغو کسانو کورونه په دغه ډول وران شوي او په دې کورونو کې د ژوند دوام ورته ګران دی.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، په دې وروستۍ زلزله کې یوازې د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې شاوخوا درې زره کورونه وران شوي دي.

سره له دې چې، په دې وروستیو کې د کورنیو خیریه بنسټونو سربېره یو شمېر هېوادونو یوه اندازه بشري مرستې پکتیکا ته لېږلي؛ خو زلزله ځپلي وايي، دغه مرستې لا تر اوسه تر دوی نه دي رسول شوي.

یو له زیانمنو وايي:«هېڅ مرسته نه ده رسېدلې، او هېڅ طریقه یې هم نشته مرستې درک نه لري.»

له دې سره سم، د پکتیکا ولایت سرپرست او ویاند د دغو مرستو د وېشنې په تړاو د یوې کمېټې له جوړېدو خبر ورکوي.

د پکتیکا ولایت سرپرست او ویاند ثنا الله معصوم څرګندوي:«مرستې راځي راټولېږي؛ خو تراوسه یې وېش پيل شوی نه دی. له چارواکو سره مو خبرې وکړئ چې ستونزه په څه کې ده، وې ویل چې تراوسه سروې بشپړه شوې نه ده. کله چې سروې بشپړه شي وېش هم پېلېږي.»

په پکتیکا کې په شوې زلزله کې تر ټولو ډېر زیان په ګیان او برمل ولسوالیو کې اوښتی او دا د دغه ولایت له لېرو پرتو ولسوالیو شمېرل کېږي او دغه ولسوالۍ ډېورند فرضي کرښې په اوږدو کې پرتې دي.

د دغو ولسوالیو لېرې والی له یوې خوا او د لارو خرابولی له بلې خوا زلزله ځپلو ته یې د مرستو د رسولو بهیر ټکنی کړی دی.

په دې وروستیو کې د کورنیو خیریه بنسټونو سربېره یو شمېر هېوادونو یوه اندازه بشري مرستې پکتیکا ته لېږلي؛ خو زلزله ځپلي وايي، دغه مرستې لا تر اوسه تر دوی نه دي رسول شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه