په خوست ولایت کې چارواکي وايي چې متحده عربي امارات غواړي په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د ټپيانو د درملنې لپاره په دغه ولایت کې یو سیار روغتون جوړ کړي.
د خوست د هوايي ډګر رییس بهرام موسی په دې هکله وویل:«د یوه کلینیک په هکله خبرې شوې دي. کار یې پیل شوی دی او ان شاالله ډېر ژر به یو کلینیک جوړ شي.»
ورته مهال اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس وايي چې زیانمنو ته د اماراتو د مرستو د برابرولو لپاره د اماراتو او خوست ولایت ترمنځ هوايي دهیلز رامنځته شوی دی.
متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدرخېل وايي:«له دې وروسته چې په ولایتونو کې زلزله وشوه، متحده عربي اماراتو پرېکړه وکړه چې باید بیړنۍ مرستې ورسېږي او هغوی د خوست او اماراتو ترمنځ یو پل «برج - هوايي خط سیر» جوړ کړ چې د ورځې الوتنې کېږي.»
د خوست ولایت ځينې اوسېدونکي له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له دوی سره مرستې وکړي.
د خوست اوسېدونکي شامر حقیار وویل:«موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د متحده عربي اماراتو په څېر له موږ سره مرستې وکړي.»
تراوسه د متحده عربي اماراتو، ایران، قطر، پاکستان، او ځينو نورو هېوادونو خپلې مرستې د خوست ولایت اوسېدونکو ته رسولې دي.
په دې اړه مو اندونه