Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د سفر معافیت پر لغوه کولو نیوکه وکړه

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې نیوکه کوي چې د اسلامي امارت د دوو چارواکو د سفر معافیت یې لغوه کړ.

د هغه په ​​وينا، د دولتي چارواکو د سفرونو موخه هېوادوالو ته د زده‌کړو زمينه برابرول دي او نړۍ بايد د افغانستان له ښونیزو بنسټونو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستیو کې د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست په ګډون د اسلامي امارت د دوو چارواکو د سفر معافیت نه‌دی تمدید کړی.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر دې چارې په نیوکې سره وايي، نړۍ باید د زده‌کړو په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

ښاغلی عبدالباقي حقاني وايي: «موږ که په نسبي ډول د دنیا له هېوادونو نه ورسوته پاتې یوو، د هغې یوه وجه دا ده چې د دنیا تعلیمي او تحصیلي نهادونه هغسې معیاري او مظبوط نه‌دي چې لکه څنګه چې د نورو هېوادونو دي.»

ښاغلی حقاني زیاتوي، نړۍ باید په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي.

نوموړی زیاتوي: «که رښتیا هم نړیواله ټوله له افغانانو سره مرسته کوي؛ نو دغسې بندیزونه له افغانانو سره مرسته نه‌شي کولای، دا د افغانانو په ستونزو کې ډېروالی راولي.»

د سیاسي چارو کارپوه سید هارون هاشمي وايي: «د اسلامي امارت پر دوو لوړ رتبه مقاماتو باندې ځکه د سفر بندیزونه لګول شوي چې غواړي له دې طریقه دوی ته پیغام ورکړي چې له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته د عدم اعتبار په نتیجه کې د فشار نورې لارې هم شتون لري.»

د ویلو ده چې په‌دې وروستیو کې د اسلامي امارت د دیارلسو غړو د سفر معافیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د دوو نورو میاشتو لپاره وغځول شو.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د دیارلسو غړو د سفر معافیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د دوو نورو میاشتو لپاره وغځول شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه