Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت په بلخاب کې د جګړې له پای خبر ورکوي

ملي دفاع وزارت د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو او د پخواني قومندان مولوي مهدي تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو خبر ورکړی.

د دغه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي دي چې په بلخاب کې جګړه پای ته ورسېده او د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
  
د نظامي چارو شنونکی اسد الله ندیم وايي:«غوره ده چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او ومني چې له دوی پرته نور هم افغانان دي او حق لري چې ژوند وکړي او حق لري چې کار ولري او حق لري »

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست الورزا دویم مرستیال په بلخ کې له یو شمېر شیعه علماو او مشرانو سره د لیدنې پرمهال په بلخاب کې د نښتو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

ورته مهال افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور جوړونکي، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان له دواړو خواوو غوښتي چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسوي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو نن پر ټوېټر، فېسبوک او انسټاګرام له بلخاب سره د مرستې هشتګ پېل کړی او له نړۍوالو سازمانونو نه یې غوښتې دي،چې پر دې مسلې غور وکړي.
په ځينو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، ادعا شوې ده،چې د اسلامي امارت ځواکونه له درنو پوځي تجهیزاتو سره د بلخاب پر لور روان دي.

بل خوا د ریاست الوزرا دویم مرستیال له یو شمېر شیعیه علماوو سره په کتنه کې د بلخاب د خلکو ترمنځ د یوالي غوښتنه کړې ده.

«د اسلامي امارت د نظام پالیسي دا ده، چې د هېڅ هېوادوال پر ضد دريځ نه نیسي.نوموړی زیاته کړه چې اسلامي امارت له ټولو افغانانو سره په ورورولۍ د ژوند تېرولو غوښتونکی دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د ملت تر منځ فتنې راوپاروي.»

بل خوا د سرپل په ګاونډ کې د یو شمېر پرتو ولایتونو خلک په خپلو ولایتونو کې احتمالي نا امنیو ته اندېښمن دي.

ورته مهال د بښنې نړۍوال سازمان، د بشري حقونو د څار بنسټ او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په یو لړ ټوېټونو کې په بلخاب کې د ملکیانو د وژل کېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده او له ښکېلو لورو یې د جګړې پر مهال د بشري حقونو او جنګي قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده.
 
د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان ویلي:«د بښنې نړۍوال سازمان د سرپل په بلخاب کې د ملکیانو شکنجې ته په ژوره توګه اندېښمن دی. د جګړې ښکېل لوري باید د جګړې قوانینو ته په بشپړه توګه پام وکړي او ملکي اهدافو او خلکو ته  له زیان رسولو ډډه وکړي»
 
خو د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي په بلخاب ولسوالۍ کې د جګړې لامل د امریکا فتنه اچونه بللې ده.

په افغانستان کې د هدفي بلوا لپاره د امریکا لومړیتوب د قومي او مذهبي جګړې رامنځته کول دي،څو هزاره او تاجیک د خپلې طرحې قرباني کړي او د افغانستان کړکېچ سیمه ییز کړي. په بلخاب کې جګړه د امریکا لومړنۍ فتنه ده،هر څوک چې ورته لمن ووهي، د هغه هېواد په سناریو کې لوبېږي.

دا په داسې حال کې ده،چې ملي دفاع وزارت د دغه وزارت په خبر پاڼه کې لیکلي دي،چې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په لېریو پرتو سیمو کې به چاڼيزه عملیات روان وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه