Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د دیني عالمانو غونده؛ له ۳۴ ولایتونو څخه به ۳۰۰۰ کسان ګډون وکړي

د دیني عالمانو په غونډه کې چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ د لویې جرګې په تالار کې جوړه شي، له ۳۴ ولایتونو نه به څه باندې درې زره کسان په کې ګډون وکړي.

د دې غونډې یوه موخه اوسنیو ستونزو ته د حل لارې پیدا کول بلل شوي دي.

سرچینو طلوع نیوز ته ویلي دي،چې په دې غونډه کې به د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په هکله خبرې وشي.

دغه سرچینې زیاتتوي چې په دغې ناسته کې له ټول هېواده به درې زره کسان ګډون وکړي.

د ښځو او ماشومانو د حقونوفعاله مریم معروف آرین وايي:«زموږ د افغانستان د خلکو تمه دا ده چې په دا ډول غونډو کې ټولو قومونو په ځانګړې توګه ښځو ته بلنه ورکړل شي ترڅو کړای شي په خپله د خپلو حقونو په هخکله خبرې وکړي.»
 
د سیاسي چارو شنونکي جاوېد سنګ دل وویل:«تر هغې چې د عامو او متخصصانو نظر وانه خیستل شي او اوسنۍ ننګونې مشخصې نه شي، دا نظرونه به افغانستان له نورو ډېرو ننګونو سره مخ کړي او نه شي کولای اوسنۍ ننګونې حل کړي.»  
 
که څه هم سرپرست حکومت تر اوسه په رسمي توګه د دې غونډې د اجنډا په تړاو څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې پر نورو مسایلو سربېره د تړلو ښوونځيو پرانیستل به هم د دې غونډې په اجنډا کې شامل وي.
 
د سیاسي چارو شنوونکی احمد منیب رسا څرګندوي:«شونې ده په دغې غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په هکله هم پرېکړه وشي چې ایا نجونې به ښوونځيو ته ولاړې شي که نه؟»

بل خوا د بشري حقونو د څاربنسټ د دې غونډې له جوړوونکو غواړي چې پر نورو مسایلو سربېره بشري حقونو او په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو حقونو ته هم پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو د څاربنسټ مرستیاله هېډر بار وايي:«په دې جرګې کې به دغه راز د ټولو قومونو استازي حضور ونه لري، دلته د انساني حقونو بحث هم مطرح دی، ټول سترګې پر لار دي چې دغه جرګه وکړای شي، د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدو د مخنیوي او د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره ګامونه پورته کړي. خو زه ډېره خوشبینه نه یم، ځکه په دې جرګه کې به ښځې حضور ونه لري چې دا د دې جرګې نه مشروعیت ښيي.»

تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویل شوي چې د علماوو د شورا غونډه به څو ورځنۍ وي، خو د کابل پوليتخنیک پوهنتون ریاست د دغه پوهنتون رخصتۍ اته ورځې اعلان کړی ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه