د لوی اختر د را رسیدو په درشل کې کابل ښاروالي په پام کې لرې چې د څارویو د پلور لپاره لنډمهالي ځایونه غوره کړي.
د کابل ښاروالۍ د استازي په وینا، دا طرحه به د کابل له سرسبزیو د ساتنې او د کانګو ویروس د مخینوي په موخه له لوی اختر پنځه ورځې مخکې پلې شي.
د لوی اختر په درشل کې د څارویو لپاره د مشخصو ځایونو نشتوالی هغه ستونزه ده چې تل یې د کابل ښاریانو نیوکې راپارولي دي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: «موږ یو ځای لرو چې هلته څاروي پلورل کېږي. د کابل ښار شمال، سویل، ختیځ او لوېدیځ کې مو څلور نور ځایونه جوړ کړي. هغه څوک چې څاروي اخلي، کولای شي، دې سیمو ته لاړ شي. زموږ روغتیايي ډلې هلته ټاکل شوي او د پلور پر مهال د څارویو روغتیا له نږدې وګوري.»
د کابل ښاروالۍ استازی زیاتوي، په ښار کې د خځلو د ډېرېدو د مخینوي لپاره به نور خځللوښي کېښودل شي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: «سږ کال په پلان کې دی چې له ځانګړو ځایونو سربېره مساحت ته په کتو په هره ناحیه کې ۱۰ یا ۱۵ خځللوښي کېښودل کېږي.»
بلخوا د کابل ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ دا طرحه ستایي.
د کابل اوسېدونکی سلیم وايي: «د ښاروالۍ له کاره راضي یو او تمه لرو چې ښاروالۍ دا طرحه پلې کړي.»
د کابل ښاروالۍ په وینا، له دې طرحې نه سرغړوونکي کسانو ته به د امینتي ځواکونو له لوري د څارویو د پلور اجازه ور نهکړل شي.
په دې اړه مو اندونه