Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسدالله هارون: له کوم جرم پرته پنځلس کاله په ګوانټانامو کې بندي وم

اسدالله هارون چې تازه له «ګوانتانامو» زندانه خوشې شوی وايي، پرته له کوم جرمه زنداني شوی و.

د هغه په ​​وينا، په تېرو ١٥ کلونو په ځلونو په بندخونه کې شکنجه او ربړول شوى او اوس يې روغتيايي حالت ډېر ښه نه دى.

۴۱ کلن اسدالله هارون پنځلس کاله وړاندې یعنې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د امریکایي ځواکونو له لوري په ننګرهار کې ونیول شو او ګوانتانامو زندان ته ولېږدل شو.

ښاغلی هارون چې اوس اوس له بنده راخوشې شوی او کابل ته راغلی دی، د امریکایي ځواکونو پر ناوړه چلن نیوکه کوي او وایي چې بې ګناه نیول شوی و.

د ده په وینا، په پنځلس کاله بند کې یې د مدافع وکیل د پیدا کولو لپاره تر ۹۰۰ زیات لیکونه ليکلي دي.
 
له ګوانتانامو زندانه خوشی شوی کس اسدالله هارون وویل:«ګوانټانامو یوه پوځي پنډغالی و؛ موږ هېڅ ډول قانوني حقوق نه لرل او ما لس کاله مدافع وکیل نه درلود.»

دی ادعا کوي چې په زندان کې په ځلونو ربړول شوی او له همدې امله یې اوس روغتیایي وضعیت ښه نه دی.
 
هغه زیاتوي:«زما لس کاله عمر بابیزه ولاړ له اقتصاد پوونځي فارغ شوی وم اوس مې هر څه هیر شوي دي؛ هویت، عزت او ټول پېژاند مې له منځه ولاړ، خو په کوم جرم په خپله هم نه پوهېږم.»

خو بندیان د بند پر مهال له څه ډول حقونو نه برخمن دي.
 
حقوقپوه جاوېد سنګدل په دې هکله وايي:«د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ ټول تورن تر هغې چې جرم یې ثابت شوی نه وي باید له مذهبي، قومي او ژبني تعصب پرته ورسره سم او انساني چلن وشي.»

د امریکا دفاع وزارت اسدالله هارون د سخت دريځو اسلام پالو مليشو قومندان او القاعده ډلې پیغام رسوونکی یاد کړی دی.

اوس‎مهال په ګوانتانامو زندان کې یوازې یو افغان بندي پاتې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه