Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د "پنجشنبې" په ورځ د عالمانو د غونډې د ترسراوي په پار نیول شوې تابیاوې

د رییس الوزرا دویم مرستیال وايي چې د هغې غونډې لپاره چې ټاګل شوې ده د پنجشنبې په ورځ «د چنګاښ په ۸مه» د ملي یووالي او په هېواد کې د ثبات په پار په کابل کې جوړه شي، ټولې تابیاوې ورته نیول شوې دي.

عبدالسلام حنفي زیاتوي چې دیني عالمان، مطرح سیاسي څېرې، ملي څېرې او سوداګر د دغې غونډې غړي دي.
  
بلخوا کابو درې زره تنه چې ټاکل شوې په دغې غونډه کې ګډون وکړي، ډېری یې کابل ته رارسېدلي دي، او دم ګړۍ د لویې جرګې تالار ته نږدې ځای پر ځای شوي دي.

د ریاست الوزراء دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:«هغوی (ګډونوال) د مهمو مسایلو په هکله چې د افغانانو ترمنځ دي، زموږ ملي یووالی دی، د امنیت سراسري تامین دی، د ټیکاو ساتل دي او نورې مهمې موضوعګانې دي، چې پر بحث کوو او کله چې هغوی کېني، د هغې پایلې به شریکې کړو.»

ښاغلی حنفي وايي په دې غونډه کې د ځوانانو د ګډون پر وړاندې کوم خنډ نشته.

هغه زیاته کړه:«په دغې سترې تاریخي غونډه کې له ولسوالیو، عالمان، نفوس لرونکي قومي مشران هغه کسان چې اغېزمنیتا لري، ملي سوداګر او زموږ او تاسو ملي شخصیتونه په دغې غونډه کې ګډون کوي.»

تر دې وړاندې په دې غونډه کې د ښځو د حضور نشتوالی له نیوکو سره مخ شوی دی. د اسلامي امارت ویاند وایي چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره جدي امنتیي تدابیر نیول شوي دي
    
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«دیني عالمان چې کوم وړاندیزونه لري، شریک وو یې او بحث کوو او د دغې غونډې امنیت په جدي توګه نیول شوی دی.»

بل خوا اسلامي جمعیت په یوې اعلامیه کې دا غونډه سمبولیکه او فرمایشي بللې ده او ویلي یې دي چې د افغانستان د کړکېچ د کمولو لپاره به ګټوره نه وي.

د لویې جرګې په تالار کې به دغه غونډه درې ورځې روانه وي.

که څه هم دغه غونډه د ښځو د حضور د نشتوالي له امله  له نیوکو سره مخ شوې ده،خو سره له دې هم تمه کیږي،چې د نجونو د ښوونځيو د پرانېستلو په ګډون به د هېواد پر مهمو مسایلو پکې خبرې وشي.

خو اسلامي جمعیت په یوې اعلامیه کې دا غونډه سمبولیکه او فرمایشي بللې ده او ویلي یې دي چې د افغانستان د کړکېچ د کمولو لپاره به ګټوره نه وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه