Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګالوپ: د افغانستان خلک په ۲۰۲۱ کال کې له ډېرو "منفي تجربو" سره اول شوي

د ګالوپ امریکایي بنسټ د یوې نوې نظر پوښتنه پر بنسټ د افغانستان وګړو په ۲۰۲۱ کال تر ټولو ډېرې اندښنې او رواني فشار تجربه کړی دی.

د دغې نظر پوښنې د موندنې پر بنسټ د افغانستان وګړو د «اندېښنه او منفي حس» د تجربې له اړخه په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د دغه بنسټ د موندلو له مخې، د هېواد  ۷۴ سلنه خلک تېر کال له وېرې او رواني فشار سره مخ وو.

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي وویل:«دا نظر پوښتنه د افغانستان د کړکېچ له عمق څخه کیسه کوي او د دې ښودنه کوي چې د افغانستان خلک له څه سختو او ژورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، طبیعي هم ده، کله چې د خلکو لومړني حقوق او امتیازونه په رسمیت نه پېژندل کېږي.»

د دغې نظر پوښتنې په رپوټ کې راغلي دي چې تېر زیږدیز کال د افغانستان ۸۰ سلنه خلک اندېښمن وو،او ۶۱ سلنه خلک له سرپرست حکومت وروسته وارخطا او غمجن وو.

د ولسي جرګې د ښځو کمېسیون پخوانۍ سلاکاره تمنا غوري وايي:«د ټولنې نیمه برخه هغه کسان چې په کور کېنول شوي او هغه کسان چې ټولنیز فعالیتونه درلود. درس یې لوست او ښوونځي ته تلل او خپلو خلکو ته یې خدمت کاوه، ټولې یې په کور کېنولې او تر ټولو زیات زیان یې ښځو ته رسولی دی.»

   د پوهنتون استاد پرویز خلیل هم څرګندوي:«د ښوونځيو دروازو تړل او د هېوادوالو د کسیزې ازادۍ محدودېدل، له ټولو مهم، د هېوادوالو بې کاري او د افغانستان د وکړو او کورنیو په منځ کې پراخه بې وزلي د دې لامل شوی چې د افغانستان خلک د نړۍ تر ټولو غمجن او ناهیلې ملت په توګه وپېژندل شي»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال پرخپل ټوېټر پاڼه د دې نظر پوښتنې موندنې ناسمې بللې دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د ګالوپ په نوم تحقیقاتي نهاد راپور چې ګني ۷۴ فیصده افغانان په اضطراب او نا ارامي کې ژوند کوي، حقیقت نه لري. یاد راپور په ناسمو معلوماتو بنا دی او پروپاګندیزه بڼه لري. حقیقت دا دی چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته اکثریت هېوادوال د امن او مالکیت احساس کوي او خوشال دي.»

افغانستان د نړۍ په ۱۲۲ هېوادونو کې د ۵۹ نومرو په اخیستو سره د ناهیلو هېوادونو د نوملړ په سرکې راغلی دی. د دې نظر پوښتنې له مخې په ۲۰۲۱ کال کې هېوادوال له اندېښنو او منفي احساساتو سره مخ وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه