Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمینه کې درسي امکانات؛ زده کوونکي: ټولګي او درسي توکي نه لرو

کابل کې ډېر شمېر زده کوونکي د ښوونکي پر کموالي او د درسي توکو پر نشتوالي نیوکه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د زده کوونکو لپاره د کتابونو له چاپ خبرې کړې وې.

خو زده کوونکي د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې له خپلو ستونزو کیسې کوي.

یو له له زده کوونکو څخه مرضیه وايي:«له اسلامي امارته غواړم چې موږ ته ټولګي جوړ کړي. شپږ کاله کېږي چې ټولګي، کتاب او څوکۍ نه لرو. موږ غواړو درس ووایوو او خپل وطن جوړ کړو.»

په دې منځ کې داسې ښوونکي هم شته چې په رضاکاره توګه په تدریس بوختې دي.

په بګرامۍ ولسوالۍ کې د کندو سنګ ښوونځي یوه ښوونکې وايي:«د دې لپاره دلته راځو دوی (زده کوونکي) موږ ته هیله لري، هغوی غواړي چې درس ووايي.»

د دغه ښوونځي یوه بله ښوونکې هم څرګندوي:«زموږ شاګردان چې له سهاره راځي، دلته لمر سوځنده دی، تر هغې چې ځي. د ډېریو پوزې وینې کېږي، اسهال او زده بدوالی ورته پیدا کېږي.» 

د بګرامیو ولسوالیو یو شمېر قومي مشران د پوهنې په برخه کې د پخوانیو حکومتونو پرکم کاریو نیوکه کوي.
 
د کندوسنګ ښوونځي سرښوونکي ګلستان احمدزي وویل:«ډېرې کمبودۍ لرو، د زده کوونکو والدین چې راځي ویني چې بچیان یې به پرانیستې فضا کې تر لمر لاندې درس وايي. ښوونځی ودانۍ نه لري.»

طلوع نیوز له ډېرو  هڅو سره سره په د ې تړاو د پوهنې وزارت نظر په ترلاسه کولو بریالی نه شو.

د بګرامۍ ولسوالۍ د کندوسنګ ښوونځي زده کوونکي په رضا کاره توګه په زده کړو بوختې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه