Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تماس کمېسیون د هڅو دوام او هېواد ته د سیاسي څېرو راستنېدل

د مخکیني ولسمشر اشرف غني سلاکار حبیب الله احمدزی، د مخکیني نظام د مشرانو جرګې مرستیال حسیب الله کلیمزی او د سرطان ناروغۍ متخصص عبدالله وردګ چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته بهر ته تللي وو، بېرته هېواد ته راستانه شول.

دا په داسې حال کې ده چې ځينې سیاسي څېرې او د تېر حکومت چارواکي په وروستیو اوونیو کې هېواد ته راستانه شوي دي.

ورته مهال له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وايي چې د مخکیني حکومت ځينې نورې څېرې هم په نږدې راتلونکي کې به هېواد ته راستانه شي.

د مخکیني ولسمشر سلاکار حبیب الله احمدزی چې په تازه ګۍ سره هېواد ته راغلی دی وايي:«افغانستان زموږ هېواد دی او زموږ عزت دلته دی. له وطن پرته ژوند نه شوو کولای. فکر کوم، ډېری دوستان چې بهر دي، په دې عقیده دي چې راستانه شي.»

د مشرانو جرګې دویم مرستیال حبیب الله کلیمزي هم وویل:«نظر مې دا دی که چېرې چا کوم جرم او یا جنایت کړی وي او یو خیانت یې کړی وي، زموږ په ګډون باید معاف نه شي.»

ډاکټر عبدالله وردګ څرګندوي:«زما مسلک د ډاکټر روزل و. اوس راغلی یم چې څه کولای شم.»

بل خوا له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مسوولان وایي،چې د نورو څېرو د راستنېدو لپاره هڅې روانې دي.

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دارلانشارییس مولوي ذاکر وویل:«د حکومتوالۍ په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت خپله لایحه او کړنلار لري او هر څوک چې بېرته هېواد ته راستنېږي، د هغه کړنلارې په مطابق کولای شي خپل سیاسي فعالیتونه ترسره کړي.»

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د مسوولانو په وینا، تر اوسه ۱۵۰ سیاسي څېرې او د مخکیني حکومت چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي.

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مسوولان وایي،چې د نورو څېرو د راستنېدو لپاره هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه