Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د لویې جرګې خیمه کې د دیني عالمانو د ناستې لومړۍ ورځ

نن (پنج‌شنبه چنګاښ نهمه) د کابل په لویې جرګې خیمه کې د څه باندې درې زره ګډنوالو د دیني عالمانو ناسته د رییس الوزرا په وینا پیل شوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دا ناسته د دیني عالمانو په غوښتنه جوړه شوې او په‌دې کې دیني عالمان او اغېزناکه څېرې ګډون لري. د هغه په وینا، په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو هم په‌دې ناسته کې ګډون کړی دی.

د دې ناستې له پیل وروسته د اسلامي امارت ویاند د رییس الوزرا له قوله یو څو ټویټونه هم وکړل. د اسلامي امارت ویاند د ټویټونو له مخې، رییس الوزرا په‌دې ناسته کې ویلي چې اسلامي امارت هڅه کوي چې په ټولو برخو کې ستونزې حل کړي.

بل‌خوا د دیني عالمانو د ناستې رییس سیخ حبیب‌الله حقاني په لویې جرګې خیمه کې د افغانانو تر منځ د یووالي او یو موټي کېدو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو غوره وګڼي.

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د دیني عالمانو په ناسته کې ویلي، اسلامي امارت هر ډول مشورې ته چې نظام پیاوړی کوي، اړتیا لري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، هغه مشورې چې د شریعت پر بنسټ وي، د منلو وړي دي او دیني عالمان کولای شي په جرات سره مشورې ورکړي، څو د اسلامي امارت پالیسي پیاوړې شي. د هغه په خبره، نظام به د دیني عالمانو تر سرپرستۍ لاندې وي او دا نظام نه غواړي چې د خلکو او حکومت تر منځ واټن واوسي.

د دیني عالمانو ناسته د رسنیو له حضور پرته پیل شوه، خو د ګډنوالو غږ یې یوازې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون له لارې خپرېده.

ورته مهال په‌دې ناسته کې یو شمېر دیني عالمانو له اسلامي امارته غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي. د بامیان ولایت استازي سید نصرالله واعظي ویلي، ښوونځي باید پرانیستل شي او په‌دې ناسته کې یې د افغانانو تر منځ پر یو بل منلو او ورورولۍ ټینګار کړی دی.

په‌دې ناسته کې بېلابېل لیدلوري وړاندې شوي. د مولوي مجیب‌الرحمان انصاري لیدلوری د خلکو له غبرګونونو سره هغه وخت مخامخ شو چې نوموړي وویل، د حکومت مخالفو کسانو سرونه دې پرې شي.

بل‌خوا د دې ناستې اجنډا تر دې مهال روښانه شوې نه‌ده او ښايي دا لومړنۍ ناسته وي چې له تر سره کېدو وروسته یې اجنډا روښانه شي.

یو شمېر کارپوهان په‌دې ناسته کې د رسنیو نشتوالي په اړه نیوکه کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه مهدي افضلي وايي: «په‌دې ناسته کې درې بنسټیزې ستونزې شته، اول دا چې رسنۍ او خلک نه پوهېږي چې په‌دې ناسته کې څه روان دي، په حقیقت کې یوه مالوماتي خلا شته ده.»

د پنج‌شنبې له غرمې وروسته دې ناستې ته نږدې د ډزو غږنه هم اورېدل شوي، خو د سلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد لږ وروسته پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې امنیتي ځواکونو پر یوه شکمن ځای ډزې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه