Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دیني عالمانو د ناستې په اړه د هېوادوالو بېلابېل لیدلوري

یو شمېر هېوادوال، مدني فعالان او خبریالان د لویې جرګې په تالار کې د دیني عالمانو ناسته ټولګډونه نه بولي او په دغه ناسته کې د ښځو، ځوانانو او رسنیو د ګډون غوښتنه کوي.

دوی وایي، دا ناسته به د ښځو او خبریالانو له ګډون پرته بې مانا وي.

د بدخشان ولایت یو شمېر مدني فعالان وایي، دا ناسته د ښځو او د حکومت له نیوکه کوونکو پرته هېڅ مانا نه‌لري.

مدني فعال احمد نبیل قاضي‌زاده وايي: «خپل نیوکه کوونکي، ښځې، عالمان، ځوانان، رسنۍ او سیاسیون به یې بللي وای، څو موږ د رسنیو له لارې موږ د دوی خبري پوښښ لېدلی وای.»

مدني فعاله شبنم شهریار وايي: «موږ ډېرې زړورې ښځې او فعالانې لرو چې هغوی په دې ناسته کې ګډون کړی وای او خپل حق یې تر لاسه کړی وای.»

بل‌خوا یو شمېر مېرمنې د دې ناستو له ګډونوالو غواړي، څو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځو د پرانیستو په اړه جدي پرېکړه وکړي.

زده‌‌کړیاله زینب وايي: «ښځې حق لري چې ښوونځي وواي او زده‌کړې وکړي. یو کال وشو چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي دي.»

زده‌‌کړیاله مستوره وايي: «موږ د دې غوښتونکي یوو چې د ښځینه‌وو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.»

ویل کېږي دا ناسته انځوریز پوښښ نه‌لري او د ګډونوالو غږ یوازې د راډیو له څپو خپرېږي چې د سرپرست حکومت دې پرېکړې د یو شمېر خبریالانو غبرګونونه را پارولي دي.

خبریاله لعل ماه حسرت وايي: «له خبري پوښښ پرته دا ډول لویه جرګه جوړول، فکر نه کوم چې د خلکو په ګټه وي او افغانانو ته د منلو وړ وي.»

په همدې حال د بدخشان اوسېدونکي د دیني عالمانو له دغې ناستې ځینې غوښتنې لري.

د بدخشان اوسېدونکی سمیع الله وايي: «خدای دې وکړي چې اسلامي امارت په دې جرګه کې د افغانستان د ستونزو په اړه خبرې وکړي.»

واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو وروسته، دا د دیني عالمانو تر ټولو لویه ناسته ده چې نن پیل او دری ورځې به دوام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه