د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، حکومت د عالمانو غوښتنو او مشورو ته ځان ژمن بولي او زیاتوي، د دیني عالمانو د غونډې ګډونوال به سبا (جمعه) په بېلابېلو کمېټو کې خپل نظرونه وړاندې کړي.
ښاغلي مجاهد ویلي: «نظرونه یې اورو او دوی چې پهدې ستره غونډه ګډون کړی، هرومرو نظرونه او پرېکړهلیکونه لري او د افغانستان اسلامي امارت د هغوی لیدلورو عملي کولو ته ځان ژمن بولي.»
د اسلامي امارت ویاند پهدې ناسته کې د اسلامي امارت د رهبر د حضور په اړه وايي، ښايي مولوي هبتالله پهدې ناسته کې ګډون وکړي.
ذبیحالله مجاهد وايي: «تر اوسه روښانه نهده، خو امکان لري چې ګډون وکړي، خو تر اوسه چې موږ راتلو ګډون یې نه درلود، وروسته به انتظار شو او مالومات به ورکړو.»
ښاغلی مجاهد وایي، د دیني عالمانو د غونډې د امنیت ساتلو لپاره دولس زره امنیتي ځواکونه ګمارل شوي.
د دیني عالمانو په غونډه کې به یوه دارلانشا او امنیتي، کلتوري، خدماتي او تشریفاتي کمېټې کار وکړي. پهدې غونډه کې د هېواد له ټولو ولسوالیو دیني عالمانو او مخوورو څېرو ګډون کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرسیتال بلال کریمي وايي: «له ټول هېواده له ۳۴ ولایتونو، هرې ولسوالۍ دوه عالمان او یو قومي مشر لرو او له هرې ناحیې دوه قومي مشران او یو دیني عالم لرو.»
د دیني عالمانو غونډه به درې ورځې روانه وي. پهدې غونډه کې ښځې حضور نهلري.