د هېواد یو شمېر سیاسي څېرې په کابل کې د دیني عالمانو ناستې ته د نه بللو له کبله نیوکه کوي.
دوی په دې باور دي چې د خلکو د استازو له حضور پرته د دیني عالمانو غونډه د نړیوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت رسميت پېژندلو لپاره لاره نهشي پرانېستلی.
د ملي پېوستون د نهضت مشر سیداسحاق گیلاني وايي: «هغه شخصیتونه چې په بېلابېلو برخو کې اغېزناکې دي، زما په باور که پهدې غونډه کې یې ګډون کړی وای، د افغانستان د خلکو په ګټه به وه او د نړیوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو برخه کې هم اغېزناکه واقع شوې وای.»
د مخکیني حکومت جګپوړي چارواکي په تېره بیا، حامدکرزی، عبدالله عبدالله، فضل هادي مسلمیار او یو شمېر نورسیاستوال هم دې غونډې ته نهدي بلل شوي.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «دا مجلس د طالبانو یو مجلس دی او مشروعیت یې هم ځان پورې محدودی دی.»
د پوهنتون استاد فضل هادي وزین وايي: «سوداګر، ښځو، ځوانانو او د افغانستان ټولو سیمو خلکو باید پهدې کې د هېواد برخلیک لپاره خبرې کړې وای او د افغانستان د راتلونکې لپاره یې پهکې ګډون کړی وای.»
بلخوا دا پوښتنه رامنځته کیږي چې دغه غونډه به تر کومه بریده د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه سید جواد حسیني وايي: «له بده مرغه دا ناسته د افغانستان د عالمانو ټولګډونه ناسته نهده. پهدې ناسته کې تر ډېره بریده ملایانو او هغو عالمانو ګډون کړی چې طالبانو پوړې تړاو لري.»
په پلازمېنه کې د دیني عالمانو غونډې ته درې زرو پنځه سوه کسان رابلل شوي وو او ویل کیږي چې دا غونډه به درې ورځې روانه وي او د اسلامي نظام، خپلواکۍ، ملي یووالي، او اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په تړاو به پکې خبرې وشي.
په دې اړه مو اندونه