Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دیني عالمانو ناسته کې د ښځو پر نه ګډون نیوکې

یو شمېر ښځینه دیني عالمانې د دیني عالمانو په ناسته کې د ښځو پر نه ګډون نیوکه کوي.
دوی وايي، په دا ډول غونډو کې د ښځو حضور د اسلامي احکامو پر بنسټ جواز لري.
د فقې او اسلامي حقوقو کارپوه حفیظ امین وایي: «په اسلام هېڅ ډول مماعت نه‌شته چې ښځه دې په یوه مجلس او مشورتي ناستت کې ګډون وکړي. نن چې زموږ په هېواد کې کومه ناسته ترسره شوې، په دې کې باید ښځې د سړیو تر څنګ حضور درلودای او په پرېکړو کې یې ونډه اخیستې وای.»
د فقې او اسلامي حقوقو کارپوه نازیلا حسن‌زاده وایي: «مشورتي ناستې یوازې نه ښځو او نه سړیو ته ځانګړې شوي او اسلام د دا ډول څه مخه نه‌ده نیولې په اسلامي انقلاب کې هم ښځې او سړي په سیاسي او ټولنیزو برخو کې حضور لري.»
یو شمېر نورې ښځې بیا پر دې باور دي چې، د ښځو له حضور پرته دغه ډول غونډې به چندانې ګټورې نه وي.
 د سیاسي چارو کارپوت ثریا پیکان وایي: «هر مجلس کې چې ښځې نه‌وي، هغه مجلس خپلې ستونزې لري، دیني عالمانو ته په درناوي، د افغانستان ښځې هم د ژوند په ټولو برخو کې پوهه او تجربه لري.»
 ورته مهال یوې بلې ډلې میرمنو هم په یوه سرپټي ځای کې د هغه څه په اړه چې دوي یې په دې غونډه کې د ښځو نه ګډون ګڼي، اعتراض کړی دی.
 د مقتدرو شځو اصلي خوځښت مشره مونسه مبارز وایي: «د شریعت له مخې استازیتوب خپل نړیوال قوانین او ځانګړي مېکانیزمونه لري او هېڅ ډله او هېڅ کس د چا استازیتوب نه‌شي کولای.»
 د دې خوځښت غړې ذکیه زهادت وایي: «دا ډول ناستې د افغانستان د خلکو برخلیک په اړه مثبت تغیرات نه‌شي راوستلای، ځکه دې ناستې ته داسې خلک رابلل شوي له طالبانو سره د دوی فکر او لیدلوری یو شان دی.»
په افغانستان کې د بشري حقونو رعایتیدل او په ټولنه کې د ښځو فعاله ونډه د سرپرست حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره د نړۍوالو له لوري یو له شرطونو بلل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه