Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجونو ښوونځیو پرانیستلو په اړه د عالمانو ناستې د دووه ګډونوالو ټینګار

په تیرو دوو ورځو کې د دیني عالمانو په غونډه کې له ټولو ګډونوالو څخه یوازې دوو کسانو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د نجونو د پاتې ښوونځیو دروازې دې پرانیزي.
دوی وايي چې ښوونځيو ته د نجونو د تګ پر وړاندې کوم اسلامي خنډ نه‌شته.
له بلخ ولایت دیني عالم مولوي عبدالقاهر وایي: «په اسلامي چوکاټ کې اسلامي امارت د ښځو د زده‌کړو مخالف نه و او نه دی.»
له بامیانو دیني عالم نصرالله واعظي وایي: «وړاندیز کوم چې له خلکو سره د ښځو د زده‌کړو په برخه کې کړې ژمنه دې عملي شي او د خویندو او میندو پر مخ دې مدرسې او ښوونځي پرانیستل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د اسلامي امارت هیڅ یوه چارواکي د دیني عالمانو په غونډه کې په خپلو خبرو کې د نجونو د پاتې ښوونځیو د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.
دیني عالم عبدالمبین وایي: «د یوې ورځې ځنډول زده‌کوونکې ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي، خو له بده مرغه موږ. وینو چې له میاشتو راهیسي دا فرصت له لاسه وځي او وخت ضایع شوی دی، په داسې حال کې چې په اسلام کې د وخت ارزښت ډېر مهم دی.»
له دې سره سم، په افغانستان کې د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو نه پرانېستنه د دې لامل شوې چې، یو زیات شمېر هېوادونه له افغانستان سره په خپلو بشري مرستو کې کموالی راولي.
په افغانستان کې د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي رامز الاکبروف وایي: «که ښوونځي پرانېستل شي او وګورو چې، ښځو ته فرصت ورکول کېږي؛ نو موږ به هم یو ښه دریځ ولرو او د نورو مرستو لپاره لاس په کار شو. او یا دا چې، ورته ووایو ښوونځي پرانېستل شوي او فرصتونه هم شته؛ نو د هغوی غبرګون به هم مثبت وي. کله چې د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانېستنې د ځنډول کېدو اعلان وشو؛ نو یو شمېر مرستندویانو هم خپلې مرستې ودرولې.»
له بل لوري په دغې غونډه کې د رسنیو له حضوره د مخنیوي چاره هم له غبرګونونو سره مخ شوې او همداراز د بښنې نړۍوال سازمان او د بشري حقونو څار بنسټ دغه غونډه ننداریزه بللې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه