Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رینا امیري له طالبانو سره په غونډه کې له ګډون ډډه کړې

د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانکړې استازې رینا امیري د اعتراض په توګه د هغه څه په وړاندې چې چې هغه یې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو نه رعایت ګڼي، په دوحه کې د امریکا او اسلامي امارت د پلاویو ترمنځ په خبرو اترو کې ګډون نه دی کړی.

اغلې امیري په یو لړ ټویټونو کې لیکلي دي چې په دوحه کې یې د طالبانو له پلاوي سره له کتنې ډډه کړې ده.

رینا امیري وایي تر هغې چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په تړاو مشخص ګامونه وانه خیستل شي، د طالبانو له استازو سره به په کتنو کې ګډون وکړي.

هغه لیکي:«هغه مهال له طالب مشرانو سره تعامل او کتنې ته چمتو یمه چې د افغانانو د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره مثبت ګامونه واخلي.»
   
بل خوا امریکا متحده ایالتونه د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پر پرانیستلو ټینګار کوي.

په دغې اعلامیه کې راغلي دي چې په دوحه کې افغان او امریکایي پلاوو په خپلې کتنه کې، د ښوونې پر مسلې سربېره، له ترهګرۍ سره د مبارزې، له مخدره توکو سره د مبارزې او  بشري حقونو په تړاو هم خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې یوه برخه:«د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو پراخېدل هغه اصلي مسله ده، چې امریکایي چارواکي پرې تمرکز لري. امریکا متحده ایالتونه د افغانستان د خلکو د غوښتنو ملاتړ کوي، څو نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځيو ته ولاړې شي او ښځې وکړای شي کار وکړي څو د خپل هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي او آزادنه سفر وکړي او خپل نظرونه څرګند کړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي دغه راز ویلي دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب یوازینۍ هغه لار ده چې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې عادي کولای شي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی جاوېد سنګدل وايي:«د افغانستان یا طالبانو بنسټيزه ستونزه له امریکایانو سره ده او وروسته کولای شو ډلبندي کړو ځينې اروپايي هېوادونه، روسیه او چین او دا غونډې په هغه صورت کې کولای شي مرسته وکړي چې طالبان یوه ملي طرحه او پروګرام ولري.»

د پوهنتون استاد غلام سخي احساني هم وویل:«که چېرې موجوده جاکمیت وغواړي چې د نړۍوالې ټولنې غړی وي، په نړۍ کې د خپلو کړنو په اړه مسوول وي، باید شرایط رامنځته کړي او یو پراخ بنسټه حکومت، ټولنیز پیوستون او ملي یووالی دې په ټولنه کې رامنځته کړي.»

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال هم وايي افغانستان نړۍ ته ډاډ ورکوي، چې د هېڅ هېواد پر وړاندې به یې له خاورې ګټه وانه خيستل شي.
                     
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل وویل:«امیرخان متقي د دوحې هوکړه لیک ته په نغودې ویلي دي چې نوی حکومت پر وروکړل شویو ژمنو ولاړ دی او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو او د نړۍ د نورو هېوادونو په ضرر استفاده وکړي.»

تر دې وړاندې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې امیرخان متقي له ټوماس وېسټ سره په کتنه کې له واشنګټن نه غوښتې دي، چې د فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره د تعامل لاره غوره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه