Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ریچارډ بنټ: طالبانو د ښځو شل کلنې لاسته راوړنې له منځه وړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی وايي د طالبانو موخه دا ده چې ښځې په ټولنه کې د لیدو وړ نه دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنټ وايي:«د طالبانو موخه یوازې مطلق جنسیتي تبیعض نه دی، بلکې موخه یې دا ده، چې ښځې په ټولنه کې د لیدو وړ نه وي، د بېلګې په توګه په کابل کې په لویو غونډو کې نارینه د ښځو استازيتوب کوي. هغوی په پراخه توګه د ښځو ژوند ته زیان رسوي او د ښځو او نجونو پر خپلواکۍ، آزادۍ او وقار برید کوي.

بلخوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د نه خوندیتوب په تړاو د نړۍوالو غبرګونونو په لړ کې دا ځل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې کمېشنره وایي،چې دمګړی په افغانستان کې تر یو مېلیون زیاتې نجونې ښوونځیو ته له تګ نه پاتې دي.

د ملګرو ملتونو  د بشري حقونو د څانګې کمېشنره میشل باشله څرګندوي:«د سږکال په مارچ میاشت کې مې افغانستان ته د سفر پرمهال له طالب چارواکو سره وکتل، هغوی وویل چې بشري حقونو ته تر هغه بریده چې د اسلامي شرعیت له قوانینو سره سم وي، درناوی کوي. خو له دغو ډاډګېرنو سره سره موږ له ټولنې نه په تدریجي ډول د ښځو او نجونو د لېرې کېدو او د هغوی د حقونو د سسټماټیک نقض شاهدان یوو.»

په دې غونډه کې یو شمېر مېرمنو د افغان ښځو په استازیتوب ویناوې وکړې او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې طالبان د ښځو د حقونو منلو ته اړ کړي.
 
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي:«په افغانستان کې ښځې له شرعي محرم پرته له خپلو کورونو نه شي وتلی. له هغوی نه د زده کړو او کار حق اخيستل شوی دی. که تاسو، د دې شورا غړي له ورته محدودیتونو سره مخ شئ، غبرګون به مو څه وي. زه له یوناما غواړم چې د بشري حقونو وضعیت وارزوي او راپور یې خپور کړي.»

پخوانۍ ډیپلوماته شکریه بارکزۍ هم وویل:«طالبان هېڅکله پر خپلو ژمنو عمل نه کوي، هغوی په پرله پسې ډول د ښځو حقونه نقض کوي. د زده کړو او کار د حق د سلبېدو ترڅنګ، ښځې او نجونو په سسټماټیک ډول له صحنې لېرې کېږي. د ښځو د حقونو فعالینې په مرموزه توګه شکنجه کېږي او له خپلو کورونو او کاري دفترونو لاردکه کېږي. هغوی ګواښل کېږي او ان ترور کېږي.» 

اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي دي چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه