Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د علماوو د غونډې پای؛ ویناوالو د مسلکي کارکوونکو د کموالي یادونه وکړه

د دیني عالمانو د درې ورځنۍ غونډې په وروستۍ ورځ، ځينو ویناوالو د هغه څه په اړه چې په حکومت کې د مسلکي کارکوونکو کموالی ګڼي خبرې وکړې.

یو شمېر دیني عالمان وایي،چې په اسلامي امارت کې د کادرونو او متخصصینو نشتوالی یوه له لویو ستونزو ده.
  
دیني عالم قیام الدین حنیف وايي:«له بده مرغه په ځينو حوزو کې لکه څرنګه چې باید تخصص وي، نشته او یا که چېرې تخصص شته، ژمنه نشته، شکایتونه لږ لږ رسنیزې او پورته شوي دي.»

بلخوا ځينې ګډونوال وايي چې په دولتي بنسټونو کې ټولنیز عدالت مراعات شوی نه دی.
     
دیني عالم حبیب الله هم وویل:«غوښتنه دا ده چې په ټولو دولتي ادارو کې ټولنیز عدالت په پام کې ونیول شي او حکومت هم په دې هکله خپل پروګرامونه ولري.»

که څه هم د دیني عالمانو د غونډې په وروستۍ ورځ په ځانګړې توګه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو څه ونه ویل شول، خو د ګوتو په شمېر ویناوالو، د ښوونې پر اهمیت ټينګار وکړ.

دوی وایي چې د نړۍ له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو مسله په ښوونې او روزنې پورې تړلې ده.

دیني عالم محمود ذاکري څرګندوي:«نړۍ دې وغواړي له موږ سره تعامل وکړي، او موږ په رسمیت وپېژني، د دې لپاره اړینه ده چې د دیني مدرسو ترڅنګ، لکه څرنګه چې زر کسیزې مدرسې جوړېږي، په ولایتونو کې دې زر کسیز پوهنتونونه هم جوړ شي.»

دیني عالم عبدالمتین حسیني هم وویل:«دیني مدرسې، تخصصي څانګې او پوهنتونونه، ټولو ته اجازه ورکول، د دې لپاره چې پوهه ترلاسه کړي. ملت پياوړی دی چې پياوړی علم ولري او پياوړي متخصصین ولري.»

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال له ګډونوالو غواړي چې د نظام په پیاوړتیا کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي.
 
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال عبدالکبیر وايي:«اسلامي امارت له تاسو جلا نه دی او تاسې هم د دغه نظام یوه برخه یاست. په هر ځای کې چې یاست دا ستاسو نظام دی.»

بل خوا د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اسلامي امارت له مخالفینو غواړي چې هېواد ته راستانه شي.
 
د دیني عالمانو دې غونډې ته د هېواد له څلور دېرشو ولایتونو نه درې زره دیني عالمان او مخور رابلل شوي وو. په دې غونډه کې ګډونوالو په دېرشو کمېټو کې خپلې مشورې راټولې او مسوولانو ته وړاندې کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه