Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دیني عالمانو په غونډه کې د ښځو په نه حضور د ګلبدین حکمتیار نیوکه

په کابل کې د دیني عالمانو په غونډه کې د ښځو پر نه حضور د نیوکو په دوام، دا ځل د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له اسلامي امارته غواړي چې په دې هکله توضیحات ورکړي.

ښاغلی حکمتیار زیاتوي چې په اسلام کې د ښځو حقونه څرګند دي او په دې برخه کې هېڅ ابهام نشته.
 
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل:«د شریعت په رڼا کې روښانه او څرګند ځواب ته اړتیا ده، موږ باید هم خپل خلک، او هم خپل غړي او نړۍوال قانع کړو. اسلام هېڅ مسله نه ده پرېښې، دا چې د هغه په اړه یې روښانه لارښونه نه وي کړې.»
 
په دې لړ کې یو شمېر مېرمنې د ښځو له حضور پرته د دغه راز غونډو جوړېدل په ټولنه کې د ښځو مقام ته د درناوي نه کول بولي.
  
د فقې او اسلامي حقوقو کارپوهه تفسیر سیاه پوش وايي:«هغوی اصلاً د ټولنې نیمه برخه په پام کې نه ده نیولې، او همدارنګه د افغانستان ځوانان یې په پام کې نه دي نیولي.»

یو شمېر ځوانان وایي،تمه یې دا وه، چې په دې غونډه کې د ښځو استازې هم ګډون ولري.
   
محمد سمیر وویل:«د علماوو په دې غونډه کې د ځوانانو یو څو استازو باید حضور درلود چې د ځوانانو د ستونزو په هکله یې ویلي وو.»

د سیاسي چارو ځينې شنونکي په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.
  
د حقوقي چارو شنونکی عبدالشکور دادرس څرګندوي:«د هغوی صنف هم بشپړ نه وو او له نورو صنفونو هم چا په دې غونډه کې حضور نه درلود، نو دا شورا افغانستان شموله نه وه.»

د لویې جرګې په تالار کې د دیني عالمانو غونډه درې ورځنۍ وه او د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، په دې غونډه کې د هېواد له ټولو ولایتونو نه درې زره کسانو ګډون کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه