Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجونو د متوسطو او لېسو د نه پرانیستو په غبرګون کابل کې د ښځو اعتراض

د نجونو د متوسطو او لېسو د نه پرانیستنې له امله د کورنیو او بهرنیو غبرګونونه په دوام دا ځل په کابل کې یو شمېر ښځو په یوې اعتراضیه غونډه کې له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې، نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ورکړي.

دوی د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو او مېرمنو ته د کار کولو د اجازې نه ورکړې له امله نیوکه کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې دې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.

دغه معترضې میرمنې له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د ښځو لپاره یو کار وکړي.

معترضه مېرمن نازیه سحر وايي:«پوه شئ چې خپلې لارې ته دوام ورکوو چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.»

بله معترضه مېرمن شهلا عارفي هم څرګندوي:«که چېرې دغه مجلس له منځه ولاړ شي یوه بله پېغله به راپورته شي او دغې لار ته به دوام ورکړي تر هغې چې خپلو حقه حقوقو ته ورسېږي.»

دغه ښځې په کابل کې د دیني عالمانو درې ورځنۍ غونډې ته د ښځو د نه بلنې له امله هم نیوکې لري او ورسره له نړۍوالو غواړي چې، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د اعاده کېدو لپاره یو کار وکړي. 

معترضه مېرمن ای نور وویل:«د زده کړو حق مه پتوئ ښځه د سیاسي امتیازونو د اخسیتو لپاره مه پلمه کوئ.»
 
بله معترضه مېرمن رمزیه هم وايي:«د اسلامي امارت له راتګه تراوسه ټول پوهېږو چې هېڅ مېرمن په ټولنه کې ونډه نه لري له دندې نیولې تر ښوونځيو پورې.»

د دغې راټولېدنې ځینې ګډونوال ښځو ته د کار د اجازه نه ورکړې له امله هم نیوکې لري او وايي، په افغانستان کې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو برخمنې نه دي.

ګډونوال حکیم حکمتیا وویل:«نننۍ نجونې د دغه هېواد د راتلوونکو بچیانو میندې دي که چېرې هغوی لوستې وي زموږ راتلونکی روښانه دی.» 

بل ګډونوال محمد رضا هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې د ښځو حقونه او پېژاند یرغمل نه کړي.» 

۲۸۹ ورځې کېږي چې، له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو پاتې دي او لا هم روښانه نه ده چې، څه وخت به د دوی پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.

یو شمېر مېرمنو په یوه اعتراضیه غونډه کې د نجونو د پاتې ښوونځیو د پرانستل کېدو غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه