Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د کنګل شویو پیسو په هکله د ناروې د استازي لیدلوری

په دوحه کې د ناروې استازی وايي که چېرې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې شي د افغانستان اقتصاد به وده وکړي.

د ناروې استازي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادېدل د بانکي سکتور د ودې لپاره ډېر مهم وباله.

د سیاسي چارو شنوونکی میثم کاظمي څرګندوي:«لومړی دلیل ریښتیا ازمویښت دی چې ایا طالبانو واقعاً په خپل ملي او نړۍوالو سیاستونو کې بدلون ښيي که نه؟ بل دلیل دا دی چې له طالبانو سره د تعامل په هکله د امریکایانو د حکمونو پر بنسټ او حتا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په پار دوی غواړي له ځانه یو حرکت وښيي.»

له دې سره هم مهاله د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دوحه کې د جاپان او ناروې په ګډون د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په کتنه کې د افغانستان په بیارغونه کې د نړۍ پر ونډې اخیستو ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي:«متقي صاحب وویل، ټوله نړۍ مسوولیت لري چې، د افغانستان په ابادۍ کې له نوي حکومت سره همکاري وکړي؛ څو ورسره د څلورو لسیزو د جګړو ویجاړۍ بېرته ابادې شي.»

د جاپان سفیر له امیرخان متقي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې، هېواد به یې له افغانستان سره د کرنې، پراختیايي پروژو او ښوونې او روزنې لپاره د ۱۴ مېلیونه ډالرو مرسته وکړي.

پخوانی ډپيلوماټ عزیزمعارج وویل:«په هغه صورت کې خپله ګټه لري چې افغان لوری طالبان یوه پیاوړې اجنډا ولري.»

له څلورو ورځو راهیسې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل مل پلاوي سره په دوحه کې دی او لا تر اوسه یې د څه باندې لسو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه