Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل ښاروالۍ د ښار ځينې څلور لارې په ښکلې بڼه بیارغوي

د کابل ښاروالۍ استازی وايي، چې په راتلونکو ورځو کې به د یو شمېر واټونو د تزیین او سینګار چارې بشپړې شي.

ورته مهال د کابل ښاروالۍ کارکوونکي له ښاریانو غواړي، چې د ښار په پاک ساتلو کې له دوی سره مرسته وکړي.

کابل ښاروالي وايي، د ښار ۱۵ څلور لارې په نوې بڼې سره رغول شوي دي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي:«څه ډول وکړای شو چې خلکو ته ښکلې منظرې وښوو. چې د خلکو په روح مثبت اغېز ولري او هغه موردونه چې په کلتور پورې اړوند ويږ له همدې امله په لومړي پلان کې ۱۵ څلور لارې د طرحې لپاره نیولي دي.»

د پل محمود خان په څلور لارې کې د ساعت په نامه یو برج دی او هغه اوس اوس د کابل ښاروالۍ له لوري په نوې بڼې سره جوړ او فعال شوی دی.

ښاغلی بارکزی زیاتوي:«د میلاد کابل پر منار او نورو منارونو کار روان دی او له اختر مخکې به یې مخکتنه وشي. ځينې بیارغونې دي او ځينې په رڼا باندې ښکلي کول دي چې د شپې له خوا کابل ښکلې څېره ولري.»

له دې سره سم، کابل مېشتي بیا د ښاروالۍ دغه چاره ستايي.

د کابل اوسېدونکی حشمت الله وايي:«موږ د ښاروالۍ له دغه کار او ډیزاینونو خوشحاله یوو او غواړو په پلازمېنه کې زرغونې سیمې زیاتې کړي.»

د ښاروالۍ کارکوونکی شېر آقا هم وویل:«په یو ځای کې خلک کېني مېوه خوري او پاتې شوني یې په چمن پرېږدي او ځي، ترکله به ښاروالۍ وي چې پاک یې کړي.»

کابل مېشتی محقق څرګندوي:«موږ هم باید د سرسبزۍ په ساتنه کې هڅان واسوو.»

کابل ښاروالۍ وايي، پر ځینو نورو څلورو لارو هم کار روان دی او تر لوی اختر مخکې به یې چارې سرته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه