Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان: طالبان باید د نجونو د ښوونځیو په هکله پر خپله ژمنه عمل وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ سرپرست او د دغه سازمان د بشري مرستو همغږۍ کوونکی له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کېوايي، طالبان باید د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په هکله خپله ژمنه پوره کړي.

په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست رامز الکبروف وايي:«کله چې له هغوی سره خبرې کوو، تل اورو، چې وایي په دوولسو ولایتونو کې ښوونځي پرانيستي دي او په نورو ولایتونو کې به هم ژر پرانیستل شي. ځینې تخینکي ستونزې شته او د ښوونځيو د پرانیستلو پر وړاندې مخالف سیاست نشته. هغه څه چې اورم، دا دي چې وایي، زده کړه انساني حق دی او چارواکي یې مخالف نه دي. زه غواړم چې دا هرڅه په عمل کې وګورم. ځکه غواړم چې نجونې بېرته په ښوونځيو کې وګورم.»

رامز الکبروف زیاتوي چې په افغانستان کې بشري ناورین ختمېدونکی نه دی او هغه نړۍوالې مرستې چې د دغه ناورین د کابو کولو لپاره کېږي، بسندویې نه دي:«صادقانه وایم، کله چې د افغانستان وضعیت ته ګورم، دا ناورین به کله هم ختم نه شي، خو دا چې د خلکو لپاره دوامداره کارونه رامنځته کړو، څو عاید ولري او خپلې ستونزې حل کړي. باید په بېل ډول فکر وکړو»

ورته مهال هغه وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مسوولیت زیانمنو خلکو ته د بشري مرستو رسول دي نه د رسمیت پېژندلو مسله.

د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو شاوخوا لس میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وايي، په افغانستان کې بشري ناورین پای ته نه رسېږي او له افغانستان سره نړیوالې مرستې نه شي کولی د دغه هېواد ستونزه ژر هواره کړي.

تصویر بندانگشتی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ سرپرست او د دغه سازمان د بشري مرستو همغږۍ کوونکی له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کېوايي، طالبان باید د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په هکله خپله ژمنه پوره کړي.

په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست رامز الکبروف وايي:«کله چې له هغوی سره خبرې کوو، تل اورو، چې وایي په دوولسو ولایتونو کې ښوونځي پرانيستي دي او په نورو ولایتونو کې به هم ژر پرانیستل شي. ځینې تخینکي ستونزې شته او د ښوونځيو د پرانیستلو پر وړاندې مخالف سیاست نشته. هغه څه چې اورم، دا دي چې وایي، زده کړه انساني حق دی او چارواکي یې مخالف نه دي. زه غواړم چې دا هرڅه په عمل کې وګورم. ځکه غواړم چې نجونې بېرته په ښوونځيو کې وګورم.»

رامز الکبروف زیاتوي چې په افغانستان کې بشري ناورین ختمېدونکی نه دی او هغه نړۍوالې مرستې چې د دغه ناورین د کابو کولو لپاره کېږي، بسندویې نه دي:«صادقانه وایم، کله چې د افغانستان وضعیت ته ګورم، دا ناورین به کله هم ختم نه شي، خو دا چې د خلکو لپاره دوامداره کارونه رامنځته کړو، څو عاید ولري او خپلې ستونزې حل کړي. باید په بېل ډول فکر وکړو»

ورته مهال هغه وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مسوولیت زیانمنو خلکو ته د بشري مرستو رسول دي نه د رسمیت پېژندلو مسله.

د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو شاوخوا لس میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه