Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چين په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن ګڼي

چین په افغانستان کې بشري وضعیت بحراني او کړکېچن بولي او له امریکا متحده ایالاتونو غواړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

په کابل کې د چین سفیر وايي، په اوسنيو حالاتو کې د بیجینګ لومړیتوب د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت نه پیژندل نه دي. بلکه، روان بشري ناورین ته رسیدنه ده.

وانګ يو هيله څرګنده کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت به ملي يووالي، سولې او ثبات ته ورسېږي.

کابل کې د چین سفیر وانګ یو وویل:«د امریکا متحده ایالاتو افغانستان کې ژرې ستونزې رامنځته کړې. امریکا تل د افغانستان د خلکو د پیسو له راستنېدو ډډه کوي او په اوکراین کې د جګړې د دوام لپاره مرسته کوي؛ خو د افغانستان د خلکو پیسې نه ازاد وي، امریکا باید د هغو کارونو چې ترسره کوي یې مسوولیت یې ومني.»

کابل کې د چین سفیر د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په هکله وايي:«افغانستان په بشري کړکېچ کې دی؛ خو هیله من یوو چې افغانستان په سوله او ټيکار کې وي او له معتدلو پالیسیو سره د نړۍ تمو ته پاملرنه وکړي چې د چین تمې هم په کې شاملې دي.»

ورته مهال طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې چین له وروستیو زلزله ځپلو سره د اته مېلیونه ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزرات مرستیال غلام غوث ناصري وویل:«د چین جمهوریت د اته مېلیون ډالرو په ارزښت څه باندې شپږ زره ټنه وریجې په اوو بېلابېلو پړاونو کې هېواد ته واردې کړې دي او په ۳۴ ولایتونو کې د هغه د وېش بهیر روان دی.»

چین د هغو هېوادونو په منځ کې دی چې د اسلامي امارت ډپيلوماټان یې منلي دي، خو تراوسه روښانه نه ده چې په رسمیت پېژندل شوی که نه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه