Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په اختریز پیغام کې د نړۍ هېوادونو ته د مولوي هبت‌الله اخندزاده ډاډ

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده ټینګار کوي چې کابل د امریکا په ګډون د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د اسلامي امارت مشر د لوی اختر د  رارسېدو په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، هېچا ته به اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان له خاورې ګاونډيو هېوادونو او نړۍ ته ګواښ ورپېښ کړي. د اسلامي امارت مشر دغه راز له نورو هېوادونو غوښتې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه‌کړي.

د اسلامي امارت د مشر اختریز پیغام په یوې برخه کې راغلي: موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې ډېپلوماټیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د اسلامي امارت پالیسي او دریځ دا دی چې اسلامي امارت د خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو ته په کتو له ټولې نړۍ او نړیوالې ټولنې سره مثبت تعامل او ښې اړیکې غواړي.»

مولوي هبت‌الله اخندزاده په‌خپل دغه پيغام کې د اسلامي امارت له مخالفانو غوښتې چې له مخالفته لاس واخلي او خپل عادي ژوند ته راستانه شي، خو په واک کې یې د هغوی د مشارکت د څرنګوالي په تړاو هېڅ اشاره نه‌ده کړې.

د پوهنتون استاد حامد عزیز مجددي وايي: «غوره ده چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ پر وړاندې روښانه دریځ ولري، یانې د نړۍ غوښتنې چې هغه د نورو پر وړاندې د افغانستان خاورې نه کارول، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او نور مسایل دي. ان‌شا‌ء الله اسلامي امارت وکولای شي، له ډېپلوماټیکو لارو نړۍ ته ډاډ ورکړي.»

بل‌خوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي، اوس‌مهال له ډېری هېوادونو سره د کابل اړیکې ښې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  امیرخان متقي وايي: «اوس به نوره هم هڅه کوو چې څنګه افغانستان، څنګه خپلې ادارې له نورې دنیا سره نږدې کړو، څنګه خپلو ولسونو ته ګټه راوړو، څنګه افغانستان په راتلونکې کې خدا مه‌کړه د مقابلو ډګر و نه ګرځي.»

په افغانستان د اسلامي امارت له راتګ څه باندې لسو میاشتو په تېرېدو سره، تر اوسه هېڅ هېواد چمتو شوی نه‌دی چې اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه