Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بایډن د افغانستان نوم "له ناټو بهر د امریکا د اصلي متحدانو" له نوم‌لړه باسي

سپېنه ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه لیک کې د دې هېواد  له کانګرېس غوښتې چې د افغانستان نوم "له ناټو بهر د امریکا د اصلي متحدانو" له نوم‌لړه وباسي.

په دې لیک کې د ولسمشر بایډن له خولې راغلي دي: «د ۱۹۶۱ د بهرنیو مرستو د قانون د ۵۱۷ بند پربنسټ زه له ناټو بهر د اصلي متحد په توګه د افغانستان د نوم اېستلو په تړاو خپله پرېکړه وړاندې کوم.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له ناټو بهر د امریکا د اصلي متحدانو له نوملړه د افغانستان د نوم له اېستلو وروسته به دا هېواد له ناټو بهر اتلس اصلي متحدان ولري او واشنګټن به له دغو هېوادونو سره د دفاعي سوداګرۍ، امنیتي همکاریو او اقتصادي او پوځي امتیازاتو په برخو کې مرسته کوي.  پاکستان یو له همدغو هېوادونو دی.

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد حسیني وايي: «له روسیې، ایران او نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت نږدې کېدل له امریکا سره د اړیکو سړېدو سبب شوي او بایډن هم په همدې خاطر دا ډول پرېکړه وکړه.»

خو اسلامي امارت وایي، اوسنی حکومت به له ټولو هېوادونو سره د منځلاري سیاست له لارې مخته ولاړ شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «موږ نه غواړو افغانان د هغوی سرلیک لاندې واوسي چې ښه خاطره ترې نه‌لري، موږ له نړۍ سره له ډېپلوماټیکو او متوازن سیاست له لارې مخ ته ځو.»

بل‌خوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي، سره له دې چې یو شمېر هېوادونو له طالبانو سره د خپلو اړیکو د عادي کولو بهیر پېل کړی دی، خو لا له وخته مخکې ده چې نړۍ د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو پرېکړه وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو وايي: «فکر کوم چې په واقعیت کې په دې برخه کې د مسکو، بېجنګ او ایران په ګډون نړیواله اجماع شته او هغه دا چې ډېره له وخته مخکې ده چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو فکر وشي.»

امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې افغانستان له ناټو بهر د دغه هېواد د اصلي متحدانو په نوم‌لړ کې شامل کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه