په بامیانو کې د ښځو د حقونو فعالانې وایي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د بندېدو له امله کورنی تاوتریخوالی او اجباري ودونه زیات شوي دي.
د ښځو د حقونو فعاله لطیفه سادات وايي: «کله چې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، هغه سنتي کورنۍ له دې وېرې چې لوڼې یې اغېزمنې او قرباني نهشي، دوی یې اړ کړې چې واده ته وکړي او موږ د دې ښاهدانې یوو چې په لېرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو ډېرې زدهکوونکې په کم عمر کې ودونه کړي.»
دوی وایي، د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو بندېدل د دې لامل شوي چې زیات شمېر نجونې درنو کارونو ته مخه کړي.
زدهکوونکې مستوره اکبري وايي: «له بېکارۍ مو ګنډلو او د لاس اوبدلو ته مخه کړې ده، د دې پر ځای چې بېکاره واوسو، ومو غوښتل چې د ځان لپاره یوه بوختیا پیدا کړو.»
راضیه مرادي، هغه بامیانۍ مېرمن چې له شپږم ټولګي پورته یې نږدې سلو نجونو ته د ریاضي مضمون تدریس پیل کړی دی، د نجونو زده کوونکو راتلونکي ته هیله منه ده او وایي، تر هغو چې نجونې ښوونځیو ته بېرته را ګرځي خپل تدریس ته به دوام ورکوي.
ښوونکې راضیه مرادي وايي: «پهدې کورس کې موږ درې دورې ریاضي تدریسوو؛ عمومي ریاضي ده او د شاګردانو محدودیت له کبله ځانګړي ټولګي نهشته.»
ورته مهال یو شمېر نجونې زدهکوونکې په داسې حال کې چې ښوونځیو ته له تګ بېبرخې دي، د ناهیلۍ احساس کوي او له اسلامي امارته غواړي چې د دوی پر وړاندې د ښوونځیو بندې دروازې پرانیزي.
زدهکوونکې راضیه جعفري وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې ښوونځي پرانیزي، موږ ته یې ژمنه راکړې چې له لوی اختر وروسته به ښوونځي پرانیستل کېږي او موږ تمه لرو چې پیل شي، څو خپلو درسونو ته دوام ورکړو.»
دا مهال زیات شمېر هغه بامیانۍ نجونې چې له ښوونځیو ته له تګ محرومې دي، په غالۍ اوبدلو، د شاتو مچیو په ساتلو او د لاسي صنایعو په نورو کارونو بوختې دي.
په دې اړه مو اندونه